ایا محمدنبي به وکولای شي چې د حېدراباد لوبډلې لپاره هیټر رول ادا کړي؟

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی
سپورټ یاران

د یادې لوبډلې روزونکي ټام مودي ویلي چې حیدراباد کرکټ لوبډله په منځنۍ برخه کې فېنېشر یا هیټر توپوهونکی نه لري او دا به د دې لوبډلې لپاره ستونزې جوړې کړي.
په دې لوبډله کې مخکې یوسف پټان او منېش پانډی منځنۍ برخه کې د هیټرانو په توګه لوبېدل؛ خو یوسف پټان اوس نشي کولای چې هغسې ذمه واري ادا کړي، لکه څنګه یې چې مخکې د ځوانۍ پرمهال کلکتې لوبډلې لپاره ادا کوله.
منېش پانډی ښه تخنیکي لوبغاړی دی، خو سټرایک رېټ یا ګوزار کچ یې د دې تقاضا نه کوي، چې دی د رسل په څېر یو اوور کې شل او ۲۲ منډې پوره کړي او چېس وکړي.

د حیدراباد لوبډلې تکیه

د دې لوبډلې ډېره تکیه په اوپننګ کې په ډېوېډ وارنر او انګلستاني جاني بېرسټو ده، دوی دواړه چې اوپننګ کې د لوبډلې لپاره ښه پیل وکړي؛ نو ورسره یې هدف ښه وي؛ خو که د دوی دواړو وېکټې ژر ولوېږي، بیا وروسته لوبډله په توپوهنه کې له زیاتو ستونزو سره مخ وي.
له دې لوبډلې سره وارنر هغه لوبغاړی دی، چې په هر پړاو آی پي اېل کې یې له ۵۰۰ زیاتې منډې کړي دي.
حیدراباد لوبډله له ۲۰۱۶ م کال راپه دېخوا خورا ښه شوې ده او دغو وروستیو پړاوونوکې هرکال د پلی اف پړاو ته ځان رسوي او کله، کله نیمه پایلوبه کې بهر شي.
۲۰۱۶ کال کې یې د بنګلور خلاف په پایلوبه کې ښه لوبه وکړه او د لومړي ځل لپاره یې اتلولي هم ترلاسه کړه، هغه مهال د دې لوبډلې لوبډلمشر ډېوېډ وارنر و.
په ۲۰۱۸ کال کې وارنر له دې لوبډلې سره نه و؛ خو بیا هم په کوالیفایر پړاو کې له لوبو د چینای سوپر کېنګز لوبډلې لخوا بهر کړل شوه.
په ۲۰۱۸ کال کې راشدخان وکولای شول، چې په خپله غوره الراونډرۍ کلکته لوبډله ماته کړي او خپله لوبډله څلورو غوره لوبډلو کې ورداخله کړي.
جاني بېرسټو او ډېوېډ وارنر په ۲۰۱۹ کال کې د حیدراباد لپاره په اوپننګ کې ۱۱۳۷ منډې کړې وې او په ۷ نیمه سلیزو کې سره شریک وو.
کېن ویلیمسن چې ون ډاون راځي هم د لوبډلې لپاره غوره توپوهنه کړې ده، نوموړی هم د آی پي اېل په درې غوره توپوهونکو کې ځان حساب کړی دی.

د حیدراباد لوبډله او د منځني توپوهونکي نشتون ستونزه

ټام مودي وایي د راشدخان شتون خو په یوولس کسیزه لوبډله کې حتمي دی؛ خو په منځنۍ برخه کې د محمدنبي او مېچل مارش الراونډرانو خبره ده، چې کوم یو به یې د غوره هیټر او فېنېشر رول اداکوي.
د حیدراباد کرکټ لوبډلې رهبریت وایي د شکېب الحسن په نشتون کې به مېچل مارش د هغه مناسب ځای ناستی وي.
دوی د منېش پانډي رول ته اشاره کړې ویلي یې دي، چې د هیټر رول لوبولو ته باید منېش پانډي ځان چمتو کړي او خپل ثبات وښيي.

د محمدنبي یادونه

په فسټ بالرانو کې بونېشور کومار، بېزل تمپي، خلیل احمد، بېلي سټنلېک دي، په سپېن بالرانو کې راشدخان، محمدنبي عیسی خېل او شهباز نديم دي.
خو که هلته حیدراباد لوبډله څلور بهرني لوبغاړي لوبوي، نو بیا پکې د محمدنبي لپاره د لوبېدو چانس کمېږي.
په ای پي اېل کې


د سنرایزرز حېدراباد لوبډله

ډېوېډ وارنر لوبډلمشر، ابېشک شرما، بېزل تمپي، بونېشور کومار، بېلي سټنلېک، جاني بېرسټو، کېن ویلیمسن، منېش پانډی، محمدنبي عیسی خېل، راشدخان، سنديپ شرما، شهباز ندیم، شریواټس ګوسوامي، سدرت کول، خلیل احمد، ټی نتراجن، ویجی شنکر، ریډیمن ساحا، عبدالصمد، فبین الېن، مېچل مارش، پریام ګرګ، سندیپ بواناکا، سنجی یداف او ویرات سېنګ.
کلیدي لوبغاړي یې
ډېوېډر وارنر، جاني بېرسټو، راشدخان، کېن ویلیمسن او مېچل مارش.
محمد نبي عیسی خېل او وروستیو کې د لوبو ښه والی
د حېدراباد لوبډلې مشران باید د سي پي اېل لوبو څخه په الهام اخېستلو سره د محمدنبي رول وټاکي، ځکه په سي پي اېل یا ویسټ انډیز سوداګریزو کرکټ لوبو کې چې د سپټمبر په ۱۰ مه نېټه پای ته ورسېدې، د افغان لوبغاړو رول د نړۍ په کچه غوره و.
خصوصا د سېنټ لوشیا زوکس لوبډلې لپاره محمدنبي بهترینې لوبې وکړې.
درې ځلې د لوبې غوره لوبغاړی شو او یو ځل یې په توپ اچونه پنځه وېکټې هم ترلاسه کړې.
په توپوهنه کې یې خطري لوبې وکړې او خپله لوبډله یې په دوه، یا درېیو لوبو کې په خپله غوره الراونډرۍ تر بري ورسوله.
نو هلته د محمدنبي لوبې ټولې ښې وې او حېدراباد لوبډله هم باید داسې پرېکړه وکړي، چې محمد نبي عیسی خېل ته رول ورکړي او ارزونه یې وکړي.
۲۰۱۹ کال آی پي اېل کې یې دوه لوبو کې خورا غوره توپ اچونه وکړه او یوه لوبه کې د لوبې غوره لوبغاړی هم اعلان شو.