سپورټ یاران
د کرکټ نړیوالې شورا د سپټمبر په ۱۵ مه په خپله فېسبوکپاڼه لیکلي، چې افغان کرکټ لوبډلې د تېر ۲۰۱۹ د سپټمبرپه ۱۵ مه په شل اوریزو لوبو کې د زیاتو پرله پسې لوبو په ګټلو سره ریکارډ جوړ کړ.
افغانستان د پروسږ کال ۹ مې میاشتې په ۱۵ مه د بنګلهدېش کرکټ لوبډله په شل اوریزولوبو کې ماته کړه او له دې سره یې د دولسو شل اوریزو لوبو د پرله پسې ګټلو ریکارډ خپل کړ.
بل پلو پاکستان په شل اوریزو لوبو کې ۹ لوبې پرله پسې ګټلې وې.
خو افغانستان لومړی د یوولسو پرله پسې لوبو په ګټلو سره لومړی د پاکستان ریکارډ مات کړ او هم یې د دولسمې لوبې په ګټلو سره یې لومړی مقام خپل کړ.
اوس د شل اوریزو لوبو د زیاتو پرله پسې لوبو په ګټلو سره نوملړ کې لومړی مقام لري.
افغان لوبډلې د ۲۰۱۸ څخه تر ۲۰۲۰ سپټمبر پورې له ټولو لوبدلو د زیاتو لوبو ګټلو کې نوم وړی دی.
د کرکټ نړیوالې شورا هم هغه ریکارډ رااخیستی او په خپله فېسبوکپاڼه یې تازه کړی دی.
افغان کرکټ لوبډله، له ۲۰۱۹ له وروستیو څخه تر دې دمه
مخکې له دې چې د ۲۰۱۹ وروستیو میاشتو ته راشو، لومړی غواړو د افغان لوبډلې په پرمختګ یو څو کرښې تورې کړو.
افغان لوبډله چې په ۲۰۰۹ کې بشپړ غړیتوب ته وړ وبلل شوه، له هغې وروسته یې په ۲۰۱۰ کې د لومړي ځل لپاره نړیوال شل اوریز جام کې دوې لوبې وبایللې.
لومړۍ لوبه یې هند ته وبایلله او دویمه لوبه کې یې له سویلي افریقا ماته وخوړه.
۲۰۱۵ کې یې د اسیا جام کې یې ګډون وکړ او هلته یې د بنګله دېش کرکټ لوبډله ماته کړه، دغه اسیا ون ډی یو ورځنیو لوبو و.
۲۰۱۶ نړیوال شل اوریز جام کې یې د شل اوریزو لوبو د دوو اتلولیو څښتنه لوبډله ویسټ انډیز ماته کړه.
له دې وروسته یې ایرلېنډ، سکاټلېنډ، زِمبابوې او عربي متحده اماراتو ته ماتې ورکړې او همدا علت و، چې بنګله دېش ته په ماته ورکولو سره یې ۲۰۱۹ کې د نړۍ په کچه د دولسو پرله پسې لوبو ګټلو لومړی مقام خپل کړ.
خو د ۲۰۱۹ په وروسیتو کې افغان لوبډله په درې اړخیز سیریز کې د زِمبابوې او بنګله دېش لخوا وروستیو دوو لوبو کې ماته شوه.
خو پایویلوبه د باران له امله ونشوه.
افغان لوبډله په شل اوریزو لوبو کې اووم مقام کې وه؛ خو دې درې اړخیز سیریز کې له لوبو بایللو وروسته یې ځای په خطر کې شو.
په نوې درجهبندۍ کې افغان لوبډله اتم او سریلانکا اووم ته راغله، خو ډېر ژر بېرته افغان لوبډله اووم شوه.
اوس بیا په نوې درجه بندۍ کې افغان لوبډله لسم ځای ته تللې ده او د ۲۰۲۱ نړیوال شل اوریز جام پورې که لوړو لوبډلو سره لوبې وکړي؛ نو مقام به یې د لوبو په ګټلو سره را ښه شي او که لوبې وبایلي، لا یې د وروسته تګ چانس شته.