سپورټ یاران
رسل هغه لوبغاړی دی چې هارډ هېټېنګ یا سختو او خطرناکو توپوهونکي په نامه مشهور دی.
خو په ای پي اېل کرکټ لوبو بیا تر ټولو زیات مشهور لوبغاړی دی.
د ۲۰۱۹ په دولسم پړاو لوبو کې یې دومره وځلېد، چې حتی په ډېرو کمو توپونو کلکتې لوبډلې ته لوبې وګټلې او منځنۍ برخه کې یې داسې توپ وهنه وکړه، چې ناشونې لوبې یې د کلکتې لوبډلې لپاره شونې کړې.
د کرېک اېنفو وېب پاڼه وایي چې دوی په شپږو میاشتو د لوبغاړو تاریخچه څېړلې، چې د درجې له مخې پکې لوبغاړي ارزول شوي او دې لوبو کې د آی پي اېل په کچه رسل لومړی نمبر دی.
رسل او لوبې یې
د رسل نوم په اورېدلو سره د کرکټ مینوالو ته د آی پي اېل سترې شپږیزې او خطرناکه توپوهنه ورته مخې ته ودرېږي.
په نولسم پړاو آی پي اېل لوبوکې یې د مقابلو لوبډلو بالران سخت ټکولي او کلکته لوبډله یې تر نیمه پایلوبو او پلی اف سیالیو رسولې ده.
رسل په ۲۰۱۸ کال کې د چینای سوپرکېنګز کرکټ لوبډلې پر وړاندې په ۳۶ توپونو ۸۸ ناسوځېدلې منډې وکړې په دې کال یې اورېج یا اوسط په هره لوبه کې ۲۸ اعشاریه ۴۱ دی.
سټرایک رېټ یا ګوزار کچ یې ۲۰۱ اعشاریه ۴۴ دی.
د توپ اچونې برخه کې یې په ۴ اورونوکې ۳۵ منډې ورکړې او کومه وېکټ یې وانخېسته.
په همدې کال یې د پنجاب لوبډلې پر وړاندې ۱۶۶ اعشاریه ۹۷ سټرایک رېټ لوبولی دی او په ۴ اورونوکې یې ۴۴ منډې ورکړې او ۳ وېکټې یې هم واخېستې.
په ۱۴ توپونو یې ۳۱ منډې با ارزښته او د لوبډلې لپاره په بري کې حیاتي وې.
د ممبيي لوبډلې پر وړاندې یې ۱۶۹ اعشاریه ۱۰ سټرایک رېټ لوبولی، یوه لوبه کې یې په ۴۰ توپونو ۸۰ ناسوځېدلې منډې وکړې او سټرایک رېټ تر ۲۰۰ پورته کړ.
رسل د هر وخت لپاره د کلکتې لوبډلې په ملاتړ په اتو غوره او اغېزناکو توپوهونکو کې حساب دی، له ده نور شامل لوبغاړي کرېس ګېل، ډېوېډ وارنر، رېشاب پنټ، ډیویلیرس، جاس بټلر او وېرېنډر سېواګ دي.
د توپ اچونې برخه کې د ارزښت یا ولووېبل نومرې ۱۲۳ اعشاریه ۷۹ دي.
هغه په ۲۰۱۹ کال آی پي اېل کې د با ارزښته یا موسټ ولو وېبل پلېئر یا لوبغاړي جایزه هم واخېسته.
سږ کال بیا هم رسل په آی پي اېل لوبو کې شته او څلور ورځې وروسته یې لوبې پېلېږي، چې د رسل توپاني توپوهنه به بیا هم پکې وګورو.
رسل او آی پي اېل کې یې لوبې
۳۲ کلن رسل په آی پي اېل کې ۶۴ لوبې کړي، په دې لوبو کې یې ۱۴۰۰ منډې کړي او ۸۸ یې یوه لوبه کې لوړې منډې دي.
۸ پنځوسیزې یې جوړې کړي، ۹۶ یې څلوریزې او ۱۲۰ یې شپږیزې وهلي دي.
په همدې شمېر لوبو کې یې ۵۵ وېکټې هم اخیستي، یوه لوبه کې یې ۲۰ منډې ورکول او ۴ وېکټې اخیستل غوره توپ اچونه ده.