خبریال: فضل الله فضلي
سبا د کورني سوداګریز شپږیزه کرکیټ لیګ اووم پړاو پایلوبه ترسره کیږي.
دا پایلوبه د شاپور ځدران په لوبډلمشرۍ د میس عینک اتلانو او ځوان او نوي لوبډلمشر رحمن الله ګربز په مشرۍ د کابل بازانو ترمنځ د کرکیټ بورډ په عمومي لوبغاړي کي ترسره کیږي.
نن د کوارټر فاینل په دوهمه لوبه کي د بندآمیر ښامارانو لوبډلي چي لوبډلمشري یې اصغر افغان کول د میس عینک لخوا له لیګ څخه ووتل او لوبه شاپور ځدران وګټل.
رحمن الله ګربز د شل اوریزو لوبو هغه نوی ستوری دئ، چي په لومړي ځل د یوې لوبډلي لوبډلمشري کوي او په همدې لومړي ځل یې لوبډله پایلوبي ته رسیږي.
د ګربز په مشرۍ د کابل بازانو لوبډلي د لیګ په اتو لوبو کي ۷ لوبي پرلپسې وګټلې او پایلوبي ته ووتل.
کابل لوبډلي خپله لومړۍ او یوازنۍ لوبه پر بُست ساتونکو لوبډلي بایللې وه.
سبا ماپښين یوه بجه به د شاپور میس عینک اتلان او د ګربز کابل بازان په پایلوبه کي ولوبیږي.
دواړو لوبډلو په ګروپي سیالۍ کي هم یوه لوبه ترسره کړې وه، چي هغه لوبه د کابل بازانو په ۴ ویکیټو ګټلې وه.
د ګربز په مشرۍ بازانو د میس عینک اتلانو ۱۶۴ هدف په ۱۹م اور کي پوره کړی وو.
د شپږیزه کرکیټ لیګ په مخکنیو ۶ پړاوونو کي ۲ ځلي د سپین غر زمریانو، ۲ ځلي د میس عینک اتلانو، یو ځلي د کابل بازانو او یو ځلي د بندآمیر ښامارانو اتلولي خپله کړې ده.
وبه ګورو، چي میس عینک اتلان د تېر فصل له اتلولۍ څخه دفاع کوي او که یا؟