سپورټ یاران
د کرکټ نړیوالې شورا ویلي، په شل اوریزو لوبو کې داسې بالران شته، چې د تل لپاره یې خپلې نومرې لوړې ساتلي او د کرکټ نړیوالې شورا په درجه بندۍ کې تل تر لسو مقامونو پورې مخته تللي دي.
د کرکټ نړیوالې شورا یو انځور خپور کړی او دغه انځور سره یې لیکلي دي، چې هر وخت دغو توپ اچوونکو په شل اوریزو لوبو کې لوړې نومرې اخیستي او خپل رېټېنګ یې اوچت ساتلی دی.
په دغو لوبغاړو کې لومړی نوم د پاکستاني عمرګل دی، هغه په خپل وخت کې د کرکټ نړیوالې شورا په درجه بندۍ کې لومړی مقام ساتلی و او ۸۵۷ نومرو سره یې خپل رېټېنګ لوړ کړی و.
دویم نوم د ویسټ انډیزي سمیول بدري دی، هغه ۸۵۵ نومرې اخیستي او د رېنکېنګ یا درجه بندۍ برخه کې یې دویم ځای ساتلی دی.
درېیم نوم د توپ اچوونکو په لړ کې د نیوزیلېنډي ډانیئل وېټوري دی، هغه هم د ۸۵۰ رېټېنګ په ساتلو سره درېیم مقام کې ځان ته ځای موندلی دی.
څلورم ځای د ویسټ انډیز غوره اف برېک توپ اچوونکي سونېل نرېن نیولی دی؛ هغه په دې لړ کې د هر وخت لپاره د ۸۱۷ نومرو په اخېستلو سره څلورم مقام خپل کړی دی.
پنځم ځای د افغان ګوګلي ماسټر راشدخان ارمان دی، چې ده هم په ډېر کم وخت کې د نړۍ په کچه ځان د غوره بالرانو په قطار کې شامل کړی دی.
هغه اوس په شل اوریزو لوبو کې لومړی نمبر توپ اچوونکی دی او ده هر وخت د شل اوریزو لوبو په بالرانو کې پنځم ځای ساتلی دی او رېټېنګ یې هم د تل لپاره ۸۱۶ وي.
شاهد افریدی د ۸۱۴ نومرو په اخېستلو سره د نړۍ په کچه تل ځان شپږم نمبر توپ اچوونکی ثابت کړی دی.
عمران طاهر چې د سویلي افریقا لپاره لوبېږي، د ال ټایم بالرانو په منځ کې اووم ځای خپل کړی دی او ۷۹۵ نومرې یې اخیستي دي.
ورپسې سعید اجمل، عماد وسیم او شاداب خان هغه پاکستاني بالران دي، چې د غوره بالرانو په قطار کې یې اتم، نهم او لسم مقامه پورې ښه ځلېدلي دي.
اوسمهال نږدې دوه کاله کېږي، چې راشدخان په شل اوریزو لوبو کې لومړی بالر دی، دی د ۲۰۱۹ کال تر نړیوال جام وړاندې یو ورځنیو لوبو کې دویم بالر و؛ خو اوس لسم ځای لري.
بل خوا مجیب الرحمن هغه توپ اچوونکی دی، چې په شل اوریزو لوبو کې دویم او یو ورځنیو لوبو کې درېیم ځای لري.
هاخوا محمدنبي عیسی خېل هم په یو ورځنیو او هم په شل اوریزو لوبو کې د نړۍ په کچه لومړی نمبر غوره الراونډر دی.