د هندوستان زړور توپ وهونکي او اوس وخت کې د ګینګز ایلیون پنجاب د لوبډلې روزونکي وریندار سیواګ خوښ دی چې ګریس ګیل يې په ای پی ایل سیالیو کې اخیستی.
سیواک ویلي چې ده د هندوستان پریمیر لیک سیالۍ ژغورلي دي.
نوموړي دا خبرې وروسته له هغې کړي چې ویسټ انډيزي کیڼ لاسي توپ وهوونکي د ای پي ایل په روان پړاوو ښه کار کردګي وکړه او سنرایزرز حیدر اباد په وړاندې يې سلیزه جوړه کړه.
له هغې وروسته سیواګ د خپل ټویټر پر پاڼه ولیکل:
«ما د هنري ګیل په ټاکلو سره ای پي ایل ژغورلی.»
د سیواک د ټویټ په ځواب کې بېرته کرکټر کریس ګېل فقط هو (yes) ولیکل او له دې وروسته نو بیا دواړو ټویټونو په زرګونه لایکونه واخیستل او مینوالو یې پرې نظرونه ورکړل.
کینګز ایلیون پنجاب ګیل څنګه انتخاب کړ؟
د هندوستان د پریمیر لیک سیالیو لپاره بولي روان وه، سره له دې چې ګېل څو ځله بولې ته وړاندې شو، خو هیڅ کومې لوبډلې یې پر اخیستلو غور ونه کړ.
تر دې وړاندې دغه تیز توپ وهونکي د رویل چلینجرز بنګلور لوبډلې سره لوبېده، خو دا ځل هغوی هم وانخیسته.
د بولۍ وروستۍ شېبې وي چې پنجاب لوبډلې کریس ګېل د دوه کروړه روپیو په مقابل کې انتخاب کړ.
پنجاب لوبډلې ګېل ته په لومړیو دوو سیالیو کې چانس ورنکړ، خو کله یې چې پيلیز توپ وهونکی ښه و نه ځلید، نو یې موقع ورکړه چې ګېل هم ترې ښه ګټه پورته کړه او ثابته یې کړه چې نوموړی لا هم ښه کرکټ کولی شي.
ده په اوله سیالۍ کې د چینائی سوپر کینګز په وړاندې نېمه سلیزه جوړه کړه، چې ور پسې په مسلسل ډول په حیدر اباد لوبډلې سلېزه وکړه او د ده دا سلیزه د روان اي پي ایل لومړۍ سلېزه وه.
که یو طرف ته د پنجاب مینوال او مسؤلین خوشحاله دي، خو بل لور ته بیا د بنګلور لوبډلې مینوال وایي دا چې دغې لوبډلې ګرېس ګېل وانخیسته غلطې یې کړې.
په ټویټر کې د کریس ګېل ځینو مینوالو د بنګلور په خلاف د ګېل د لوبېدو لپاره بې صبرانه انتظار کوي.
ګرسټپر هنري ګیل هغه ویسټ انډیزي لوبغاړی دی چې په ای پي ایل سیالیو کې په یوه لوبه کې تر ټولو د ډېرو منډو ریکارډ هم د ده دی.
ویډیو؛
تر اوسه په دغه هندوستان پریمیر لیګ کې تر ټولو زیاتې شپږېزې هم د ګریس ګیل دي.