هندي سینما اوس اوس په چین کې د پیسو په ګټلو خوند موندلی او نیت لري چې دا ځل د ښې ګټې وټې په موخه د ډېرو پيسو د ریکاډ لرونکی فلم (باهو بلي۲) هم په چین کې د سینما پر پرده روښانه کړي.
باهوبلی ټو د هندي سینما یو له کامیابو فلمونو دی، کوم چې د سلمان خان، عامر خان او نورو مشهورو فلمي ستورو فلمونه یې په ګټه وټه کې تر شاه پرېښودل.
دغه فلم په داسې تلوسه لرونکی انداز جوړ شوی چې د لومړي فلم ليدونکي مجبوریږي تر څو دوهم فلم یې هم وګوري.
باهو بلی فلم د لومړي ځل لپاره په ۲۰۱۵ کال کې ریلیز شو، فلم کیسه داسې جوړه شوې چې له نیمایي هاخوا یې زیاته برخه کیسې ته ځانګړې شوې او اخر کې په داسې تلوسه لرونکي انداز سره ختمیږي چې لېدونکي مجبور دي چې د باهوبلي۲ فلم وګوري او خپلې هغه پوښتنې چې ورته په لومړی فلم کې پاتي شوي حل کړي.
ویډیو؛
د هندۍ رسنیو د خبر له مخې (باهو بلي ۲) فلم په هندوستان کې ۱۵۰۰ کروړه هندۍ روپیو څخه زیاته ګټه کړې وه چې دا د هند د سینما په تاریخ کې یو ریکاډ دی.
خو اوس دا چې په هندوستان کې یې ښې پيسي ګټلي د ښې ګټې وټې په موخه به دا ځل د چین په سینما هم راښکاره شي او د ښې ګټې وټي تمه یې هم زیاته ده، ځکه تر دې وړاندې یې هم د تمي زیاته ګټه کړې وه او د سینما پر پرده زیاته لګول شویو فلمونو له ډلې وو.
دا پرېکړه وروسته له هغې کیږي چې کله د چین د سینما پر پردو د عامر خان، سلمان خان فلمونه روښانه شوي او ګټه یې ډېره وه.
تر دې وړاندې دغه اکشن هندوستاني فلم (باهوبلي۲) د هندوستان له سینماګانو وروسته د چاپان په سینما ګانو کې هم نندارې ته کېښودل شو، چې هلته هم د کامیابو فلمونو په قطار کې حساب شو.
خو داځل پرېکړه شوې چې همدغه فلم به د را روانې میاشتې په څلورمه نېته په چېن کې هم نندارې ته وړاندي شي.
د یادولو ده چې د راج مولي فلم(باهوبلي۲) د هغه فلم برخه ده چې لومړی یې په کال ۲۰۱۵ کال کې ریلیز شو او خبر له مخې ۲۵۰ کروړه مصرف پرې شوی وو.