هلمند: سږ څه باندې څلور زره غواوې مصنوعي القاح شوي

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک
راپور: بشر درویش

د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وايي، چې روان کال په دې ولایت کې د غواوو د ښه نسل د تولید په پار څلور زره او ۱۵۰غواوې مصنوعي القاح شوي دي، چې ۹۵ سلنه یې ښه پایله ورکوي.
د کرنې وزارت یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې دغه چارې ددې ولایت مالدارانو او سوداګرو ته د کاروبار ښه زمینه برابره کړې ده.
د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس زلمی الکو وايي:

«د هلمند ولایت په کچه د مصنوعي القاح ۱۴ سیمه ییز اسټیشنونه شتون لري، چې په روان کال کې یې زرګونهغواوې مصنوعي القاح کړي دي.»


ښاغلي الکو زیاته کړه، چې د هلمند د کرنې ریاست هلې ځلې کوي، چې په دې ولایت کې د مصنوعي القاح د سیمه ییزو اسټیشنونو شمېر  زیات شي.
هغه وویل:

«د هلمند ولایت په کچه د مصنوعي القاح ۱۴ اسټیشنونه شتون لري، مالدارانو ته د لازیاتو چوپړونو د وړاندې کولو په پار غواړو چې دغه شمېر لوړ کړو

په ورته وخت کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له خوا د هلمند ولایت د مالدارۍ د ودې او پراختیا او د غواوو د نسلونو د اصلاح په پار په دې ولایت کې د مصنوعي القاح مرکز هم جوړیږي، چې د رغولو چارې یې په بشپړېدو دي.
سرچینه زیاتوي؛ دغه مرکز به د هلمند ولایت د مالدارانو د مالونو د مصنوعي القاح په پار وکارول شي.
مصنوعي القاح د څارویو د نسل د اصلاح، غوره تولید او په څارویو کې د ناروغیو د کنټرول غوره لار ده.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.