شپږیزه: ګلبدین نایب په ښکلې توپوهنې سره بُست لوبډله بریا ته ورسوله

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري
لیکنه: محمدصابر حمیدي

د شپږیزه کرکټ لیګ اووم پړاو ۱۱مه لوبه د بُست او میس‌عینک کرکټ لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې خورا جالیب پړاو ته ورسېده او وروسته بُست په ۴ ویکټو میس‌‌عینک ته ماتې ورکړه.

د بُست لوبډلې سکواډ

لوبډلمشر ګلبدین نایب، احسان‌‌الله جنت، کریم جنت، شفیق‌الله غفاري، طاهر عادل، وقار‌الله اسحاق، رحمت شاه، عمران جنت، حمزه هوتک، سید شېرزاد او منیر کاکړ.

د میس‌عینک لوبډلې سکواډ

لوبډلمشر شاپور ځدران، محمد شهزاد، نور احمد لکڼوال، عبدالرحمن، شاهدالله کمال، هشمت‌الله شهیدي، محمد‌الله همکار، غمی ځدران، پښتون سرفراز، بهار علي شینواری او عبدالله مزاري.

د ننۍ لوبې حال

د لوبې پچه میس‌عینک لوبډلې وګټله او د توپوهنې پرېکړه یې وکړه، چې په ټاکلو شلو اورونو کې یې د دوو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۸۸ منډې وکړې او بُست لوبډلې ته یې د ۱۸۹ منډو هدف وټاکی.
د میس عینک لپاره شهزاد محمدي ۱۰۶ ناسوځېدلې او غمي ځدران بیا ۳۵ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې.
په دې سره شهزاد محمدي لومړنی لوبغاړی شو، چې د شپږیزه کرکټ لیګ په روان پړاو کې یې سلېزه بشپړه کړه.
هغه ننۍ سلېزه په ۶۴ ته توپونو ووهله.

د بُست لپاره دواړې ویکټې کریم جنت واخیستلې.
کله چې بُست لوبډله د هدف پوره کولو لپاره میدان ته کښته شوه؛ نو ورکړل شوی هدف یې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو سره د لوبې په وروستي توپ پوره کړ او په ۴ ویکټو یې بریا خپله کړه.
د بُست لپاره ګلبدین نایب ۵۴ ناسوځېدلې، احسان‌الله جنت ۴۵، طاعر عادل ۲۸ ناسوځېدلې او کریم جنت بیا ۲۷ منډې جوړې کړې.

د میس‌عینک لپاره نوراحمد لکڼوال دوې ویکټې واخیستلې؛ خو عبدالله مزاري، شاهدالله کمال او محمدالله همکار بیا یو ـ یو لوبغاړی وسوځاوه.

جایزه ګټونکي لوبغاړي

په ننۍ لوبه کې د میس‌عینک لوبډلې لپاره شهزاد محمدي خورا ښه توپوهنه وکړه، چې د خپلې لوبډلې لپاره یې ۱۰۶ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې.
په دې سره شهزاد محمدي د لوبې ډېرې شپږیزي وهونکي او سټایلش لوبغاړي جایزه وګټله.

تر شهزاد محمدي راوروسته ګلبدین نایب بیا هغه لوبغاړی وو، چې په ډېرو حساسو شرایطو کې یې ۵۴ ناسوځېدلې منډې وکړې او خپله لوبډله یې بریا ته ورسوله.
ګلبدین بیا د لوبې غوره لوبغاړی شو.

د دې لوبي جالیبوالی

په ننۍ لوبه کې لومړی جالیبوالی دا وو، چې د شپږیزه کرکټ لیګ اووم پړاو سیالیو لومړنۍ سلیزه شهزاد محمدي ووهله.
دوهم قدم کې کله چې شهزادمحمدي د ګلبدین پر توپ پنځوسیزه ووهله د یوې جالیبې خوشحالۍ په وسیله یې د ګلبدین نایب غوسه راوپاروله او وروسته دې دوو لوبغاړو څه ناڅه لفظي شخړه هم وکړه؛ خو لوبڅارانو ډېر ژر حل کړه.
په درېیم قدم کې چې کله شهزاد محمدي سلېزه بشپړه کړه؛ نو تر بشپړېدو وروسته یې د ګلبدین نایب هغه اکشن وکړ، چې هغه یې تر ویکټو اخیستلو وروسته کوي؛ یعني خپل بازوګان نندارچیانو ته ښيي.
په څلورم قدم کې بیا ګلبدین نایب تر پنځوسیزې وهلو او لوبې ګټلو وروسته په ډېر جوش او جذبې سره خپل بازوګان نندارچانو او لوبغاړو ته ورښکاره کړل، چې خورا وهڅول شو.

د بُست او میس‌عینک لوبو ته کتنه

د شپږیزه کرکټ لیګ په اووم پړاو کې دا د بُست او میس‌عینک دواړو لوبډلو څلورمه ـ څلورمه لوبه وه.
دواړه ټیمونه ۴ ـ ۴ نمرې لري، چې د ترسره کړو څلورو لوبو له ډلې دوې ګټلې؛ خو دوې یې بیا بایللې دي.

د شپږیزه کرکټ لیګ راتلونکې سیالۍ

شنبه: سهار ۹ بجې کابل بازان د بندامیر لوبډلې سره او ماپښین ۲ یجې بیا امونهنګان د میس‌عینک لوبډلې سره لوبیږي.
یکشنبه: سهار ۹ بجې کابل بازان د سپین غر سره او ماپښين ۲ بجې بیا امو د بُست لوبډلې سره لوبیږي.
د دوشنبې ورځې «سیپټمبر ۱۴مه» څخه د شپږیزه کرکټ لیګ بل پړاو پيلیږي، چې ګټونکي ټیمونه به یې د راتلونکې چهارشنبې په ورځ «سیپټمبر ۱۶مه» د شپږیزه کرکټ لیګ پایلوبه ترسره کړې.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.