ليکوال: مدثر دعوت
د شپږيزې لېګ اتمه لوبه د سپين غر پړانګانو او بست ساتونکو ترمنځ وه.
د سپين غر د ۱۷۶ منډو هدف په وړاندې د بست لوبډلې ۱۷۰ منډې وکړې او لوبه پړانګانو د ۵ منډو په توپير وګټله.
د لوبې په وروستيو اوورونو کې بست هدف ته د رسېدو لپاره د خپلو مينوالو هيلې را ژوندۍ کړې خو د ګلبدين نائب په سوځېدو سره بيرته هدف ته رسېدل ستونزمن سوه.
د سپين غر د بريا دليلونه
۱_د تميم سرخرودي او مجيد عالم ملګرتيا
که څه هم د لوبې په ۰۳.۰۳ اوور کې د تميم او زبيد اکبري د ۱۳ منډو ملګرتيا د همزه هوتک له لورې ماته سوه خو مجيدعالم د ويکټې تشه ډکه کړه او په دواړو يې خورا قوي ملګرتيا جوړه کړه.
د مجيد او تميم ملګرتيا د ۱۴م اوور تر درېيم توپه ورسېده چې د ۱۰۷ منډو پارټنرشيپ يې جوړ کړ.
تميم سرخرودي په ۴۸ توپونو ۷۹ منډي وکړې، ۶ شپږيزې او ۴ څلوريزې يې ووهلې،همدارنګه مجيدعالم په ۴۴ توپونو ۵۲ منډې وکړې ،يوه شپږيزه او څلور څلوريزې يې ووهلې.
د دوی دا اوږده ملګرتيا ددې لامل سوه چې سپين غر په ۳ ويکټو ۱۷۵ منډې وکړې.
۲_د عمران جنت او احسان جنت له لورې د بست لوبډلې د مورال کمزورې کېدل.
کريم صادق د بست د توپوهنې لومړنې اوور ته زبېد اکبري انتخاب کړ چې خورا ښه پايله يې ورکړه.
زبيد وکولای سوه چې په لومړني اوور کې عمران جنت او احسان الله جنت په صفر منډو وسوځوي،چې د بست پر مورال يې خورا بد تاثر وکړ.
که څه هم احسان جنت په تېرو لوبو کې هم چندانې د پام وړ منډې نه وې کړي خو عمران په مخکنيو لوبو کې خورا غوره توپوهنه کړې وه.
۳_د وحيدالله عالي بې موقع لوبول
د عمران جنت او احسان جنت تر سوځېدو وروسته کريم جنت خورا په زړه پورې او برديګره توپوهنه ترسره کړه ،چې ۵ شپږيزې او ۲ څلوريزې يې ووهلې که څه هم رحمت شاه په لسو منډو ويکټه له لاسه ورکړه.
خو د ګلبدين نائب له لورې د کريم جنت تر سوځېدو وروسته د وحيدالله عالي پرېکړه ښه نه وه،ځکه دا وخت اړتيا وه چې ګلبدين نائب پخپله د منير سره ملګرتيا لپاره راوتلی وای،وحيدالله په ۲۶ توپونو ۲۰ منډي وکړې يوه شپږيزه او څلوريزه يې ووهله چې د منيرکاکړ سره د همږغۍ نه ساتلو پخاطر يې منير هم رن اوټ کړ.
۴_د کريم صادق غوره لوبډلمشري
په وروستيو اوورونو کې ګلبدين نائب خورا بريدګره توپوهنه ترسره کړه، داسې انګېرل کېدله چې بست به لوبډله وګټي،ځکه ګلبدين په يوه اوور کې د افتاب عالم باندې ۴ شپږيزې ووهلې او ۲۸ منډې يې ورباندې وکړې، خو زاهدخان په نولسم اوور کې په ۳۵ منډو وسوځوی.
کريم صادق نن پرخپلو سپينرانو خورا ډېر باور درلودی،زبيد په لومړي اوور کې ۲ ويکټې ترلاسه کړې او يوازې دوې منډې يې ورکړې او په دويم اوور کې قیس احمد هم يوازي دوې منډې ورکړې.
هغه مهال چې سپين غر لوبډله په خورا بد حالت کې وه او افتاب په ۱۷م اوور کې ۲۸ منډې ورکړې وې په ۱۶م اوور کې قيس احمد يوازې ۵ منډې ورکړي وې او په ۱۸م اوور کې يوځل بيا قيس يوازې ۷ منډې ورکړې.
۵_ډګرساتنه
بست ساتونکو د نورو ورځو په پرتله ډېره خرابه ډګر ساتنه ترسره کړه چې ډېرې منډې په ميس فيلډينګ کې راغلې همدارنګه کېچونه هم ميس سوه.
خو برعکس سپين غر نن خورا چټک او غوره ډګر ساتنه ترسره او نه يې پرېښودل چې د بست توپوهونکو په اسانۍ سره منډه هم نسوای ترلاسه کولای،د تميم له لورې د ګلبدين کېچ نيول يې يو غوره مثال دی.