د بست په وړاندې د کابل بازانو د ماتې علتونه

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه

ليکوال: مدثر دعوت
بست ساتونکو نن د کابل بازانو ته د ۵۷ منډو په توپير ماته ورکړه.
دا د شپږيزې لېګ دريمه لوبه وه چې د لوبې پچه بست ساتونکو وګټله او ۱۷۳ منډې هدف يې وټاکی خو کابل بازانو په ټولو ويکټو يوازې ۱۱۵ منډي وکړې.
د کابل بازانو د ماتې علتونه
۱_ د بست د توپوهونکو غوره پيل:
fb img 15994946380181412870763770427308 د بست په وړاندې د کابل بازانو د ماتې علتونه
د بست لپاره اوپنينګ کريم جنت او عمران جنت وکړ،د دوی ملګرتيا که څه هم ډېره ونه غزېدله خو د کابل بازانو د بريدګرو توپ اچوونکو په وړاندې يې ښه لوبه وکړه چې په پايله کې يې عمران ۴۳ منډي وکړې،د کابل بازان ونه توانېده چې په پاور پلې کې حد اقل يوه ويکټه ترلاسه کړي.
۲_ د کابل توپ اچوونکو نه ځلېدل
fb img 15994946725679032775365512916993 د بست په وړاندې د کابل بازانو د ماتې علتونه
که څه هم په منځنيو اوورونو کې د بست ساتونکو درې ويکټې ژر ژر ولاړې خو په وروستيو کې د کابل توپ اچوونکې ونه توانېده چې د منير کاکړ او ګلبدين نائب ملګرتيا ماته کړي ياهم دوی له منډو کولو را وګرځوي،توپ اچوونکو ونسوای کولای څومره چې ترې توقع کېده هماغسي توپ اچوونه وکړي،ننګيالی خروټی،فرمان الله او ضيا اکبر هغه توپ اچوونکي وه چې د بست يوه يوه ويکټه يې واخيسته،منير په وروستيو اوورونو کې ۴۱ منډې وکړې.
۳_ د کابل د توپوهونکو بېخونده پيل
fb img 15994945366947825136026481703316 د بست په وړاندې د کابل بازانو د ماتې علتونه
شايد د ۱۷۳ منډو لوړ هدف د رحمن الله ګوربز لپاره ناراحت کوونکی وو ځکه لوبډلمشر وو او په لومړني توپ د سيدشېرزاد له لورې بولډ اوټ سو، ورپسې يې بل اوپنر ملګری نورعلي ځدران چې غوره او تخنيکي توپوهونکی دی په دويم اوور کې په ۸ منډو د سيدشيرزاد له لورې وسوځېد.
۴_ د توپوهونکو نه ملګرتيا
fb img 15994945074846730503651463817180 د بست په وړاندې د کابل بازانو د ماتې علتونه
د کابل بازانو اوپنران په نه څه وسوځېده خو ميډل ارډر توپوهونکو بېله عظمت الله عمرزي د صديق الله اتل سره هيڅ ملګرتيا ونکړه او په يوبل پسې پرلپسې وسوځېده، د کابل بازانو لپاره ترټولو ډېرې منډې صديق الله اتل ۳۲ او عظمت الله ۲۸، وکړې.
۵ د بست غوره توپ اچوونه
fb img 15994945153193525281264750878857 د بست په وړاندې د کابل بازانو د ماتې علتونه
د بست لوبډله د توپ اچوونې له پيله په خورا مورال کې وه.
سيدشېرزاد په خپلو دوو پرلپسې اوورونو کې د کابل اوپنران وسوځوله،ورپسې امير حمزه د سمېع شينوارې ويکټه واخيسته او د کابل لوبډله په سخت حالت کې سوه.
که څه هم صدیق اتل او عظمت عمرزي ښه ملګرتيا وکړه خو ګلبدين نائب د عظمت په ويکټې سره ددوی ملګرتيا ماته کړه.
د بست لپاره سيد شېرزاد ۳، ګلبدين نائب ۳ ،کريم جنت ۲ او اميرحمزه يوه ويکټه واخيسته.
fb img 15994944620125606908757976742720 د بست په وړاندې د کابل بازانو د ماتې علتونه
سبا سهار ۰۹:۳۰ بجې د کابل بازان د مس عينک سره مخ کېږي او ماسپښين ۰۲:۰۰ بجې بست ساتونکې د بند امير سره لوبېږي.