د ننګرهار د خرماوو کلني توليد زیاتیدل؛ ۱۵۰ ټنو ته ورسید

سپینه تجريدي ډیزاین
راپور: بشر درویش

د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست وايي، چې په دې ولایت کې د خرما بڼونه او حاصلات کال تر بلې زياتيږي او کلنۍ تولید يې، څه باندې ۱۵۰ ټنو ته رسيږي.
د ننګرهار د کرنې ریاست چارواکي وايي، چې ننګرهار د ډېرو مېوو لپاره خورا ښه او مناسب اقلیم لری، چې د خرماو ونې هم په کې ښه وده کړي.
افغان کرنې وزارت یوه خبرپاڼه کې بیا ویلي چې ننګرهار کې د خرماوو ۸۰ جريبه بڼونه جوړ شوي، چې ډېری يې ددې ولايت د ګوشتې او سرخ رود په ولسواليو کې دي.

ویل شوي؛ ددې ترڅنګ په دې ولايت کې د مېوو کلکسيون هم شتون لري، چې د خرما ونې هم په کې کرل شوي دي.

نوي جوړیدونکي باغونه

د ننګر هار د کرنې ریاست وايي، چې راتلونکی کال په دې ولایت کې د خرماوو ۳۵۱ جريبه بڼونه جوړيږي، چي ۱۸۰ جريبه يې د وادي کرنیز شرکت له لوري جوړیږي.
یاد وزارت ویلي؛ که په دې ولايت د خرما بڼونو جوړولو ته د خلکو لېوالتيا او دکرنې رياست هلې ځلې همداسې روانې وي لرې نه ده، چې ياد ولايت د خرماوو د توايد په برخه کې پرځان بسيا شي.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.