نجيب،نبي،مجيب او نوين د کارابين ليګ په نيمه پايلوبه کې

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري

خبريال: مدثر دعوت
د کارابين ليګ نيمه پايلوبې ته څلور لوبډلو لا پيدا کړه خو د راشدخان لوبډله د مخته تګ چانس نلري.
د ويسټ انډيز تجارتي لېګ چې د تيرې اګسټ مياشتې په ۱۸مه نېټه پيل سوی ،د راتلونکې پنجشنبې په شپه پايته رسېږي.
دې ليګ کې شپږ لوبډلې دي چې سږکال ورسره شپږ افغان لوبغاړي(نبي،راشد،مجیب،نوين الحق،نجيب الله او ظاهرخان) لوبېږي.
د راشدخان لوبډله چې د بربادوس ټرينډز په نامه ده ۷ لوبې يې وبايللې، تېره شپه وتوانېدله چې خپله دريمه لوبه وګټي.
بربادوس لوبډله يوازي شپږ نومرې لري او پتريوس لوبډلې سره يوځای چې دوې نومرې لري ،د مخته تلو چانس نلري.
په کارابين ليګ کې تر ټولو قوي لوبډله سږکال د ټريباګو نايټ رايډرز ده چې خپلې ټولې ۹ لوبې يې پرلپسې وګټلې، ۱۸ نومرې لري او د جدول په سر کې ځای لري ،نيمه پايلوبې ته يې لار پيدا کړې او نن يې وروستۍ لوبه د پيټريوس لوبډلې سره ده.
ګيانا امازون واريوس چې سږکال ورسره نوين الحق لوبېږي د جدول په دويم ځای کې ده او نيمه پايلوبې ته يې لار پيدا کړې.
ګيانا ۸ نومرې لري،په ۱۲ لوبو کې يې ۶ وګټلې او ۴ يې بايلولې.
لوسيا زوکز لوبډله چې سږکال محمدنبي,ظاهرخان او نجيب الله ځدران ورسره لوبېږي ۱۰ نومرې لري،په جدول کې دريم ځای لري په ۹ لوبو کې يې پنځه ګټلي او نيمه پايلوبې ته يې لار پيدا کړې پداسې حال کې چې نن شپه يې وروستۍ لوبه د مجيب الرحمن د لوبډلې سره ده.
جميکا تلواس سره مجيب الرحمن لوبېږي او وروستۍ لوبډله سوه چې په ۷ نومرو سره نيمه پايلوبې ته ولاړه.
جميکا په ۹ لوبو کې ۳ وګټلې او ۵ يې وبايللې.
نن د لومړي پړاو وروستۍ دوې لوبې د ټريباګو او پيټريوس ترمنځ ،همدارنګه د جميکا او زوکس ترمنځ ترسره کېږي.
لومړۍ نيمه پايلوبه د سې شنبې په ماښام ۰۶:۳۰ بجې او دويمه نيمه پايلوبه د چهارشنبې په شپه ۰۲:۰۰ بجې ترسره کېږي،همدارنګه پايلوبه پنجشنبه ماښام د سپټمبر په لسمه ۰۶:۳۰ بجې پيلېږي.
د کارابين ليګ د پايته رسېدو سره به راشدخان، محمدنبي او مجيب الرحمن عربي اماراتو ته د هندوستان پريمرلېګ لپاره ولاړسي او پاته افغان لوبغاړي په شپږيزه لېګ کې د ګډون لپاره افغانستان ته راځي.