خبريال: مدثر دعوت
د بېروت په بندر کې د لبنان د تاريخ د تر ټولو سترې چاودنې او زيان په اړه يې سريال جوړېږي.
د صباح په نوم د لبنان د فلمونو کمپنۍ اعلان کړی چې دا سريال به د “عنبر ۱۲” په نامه وي او ۵ برخې به ولري.
ددې سريال لارښود “امين درت” دی او ليکوال يې باسم باريش دی چې د روان زېږديز کال تر وروستيو به يې کار پيل سي.
رسنۍ وايي چې پدې لړۍ کې به د بيروت د بندر په چاودنه کې چې د اګسټ په څلورمې خلګو ته څومره مالي او ځاني زيانونه اوښتي ،د تصوير په ډول نړۍ ته ښودل کېږي.
ويل کېږي چې د “فادي حداد” په نامه د لبنان يو مشهور فلم جوړوونکی هم غواړي چې ددې موضوع په اړه فلم جوړ کړي ځکه نوموړي پخپله پدې چاودنه کې ډېر لوی زيانونه ليدلي دي.
چاودنه د زمري په ۱۴مه د لبنان هيواد په پلازمينې بېروت بندر کې وسوه چې تر ۱۰ کيلومتره پوري يې سيمي خرابي او انسان ووژل.
لبناني چارواکو ویلي، د بېروت پېښې لامل، نیټراټ آمونیم جامده کرستالي کیمیاوي ماده، چې ډېری په کود کې کارول کېږي او په تېره لسيزه کې د زیاتو چاودنو لامل سوې وه،چې له امله يې ۱۳۵ کسان مړه او تر ۵۰۰۰ ډېر ټپيان سوه.
د خلکو تر لاريونونو وروسته د لبنان حکومت مجبور سو چې استعفا وکړي.