کریم خان صادق: شپږیزې کرکټ لیګ کې تر اتلولۍ د مخکې تګ اراده لرو

آبي رنګه تجريدي ډیزاین
سپورټ یاران

په شپږیزه کرکټ لیګ کې د لوبېدونکې سپین غر کرکټ لوبډلې لوبډلمشر کریم خان صادق وایي، چې د شپږیزې کرکټ لیګ لپاره یې سخت تمرینات کړي او په شپږیزه کرکټ لیګ کې د هرې لوبډلې ماتولو وړتیا لري.
د هغه په خبره په شپږیزه کرکټ لیګ کې د دوی لوبډله تر نورو ډېره ځوانه ده او ۹۰ سلنه لوبغاړي یې ځوانان دي.
په سپین غر ټایګرز کرکټ لوبډله کې شبیر نوري، کریم خان صادق او افتاب عالم پخواني او د تجربو خاوندان دي؛ خو په عېن وخت کې تمیم سرخرودی، جلات خان موسی زی، ذاهد شېرزاد او نورو په ګډون ۱۹ لوبغاړي نوي ځوانان دي او دا یې لومړی ځل دی چې شپږیزه کرکټ لیګ کې لوبېږي.
کریم صادق د دې پوښتنې په ځواب کې چې له دې ځوانې لوبډلې په شپږیزه لیګ کې د څومره ښو لوبو تمه کېدای شي؟
د نوموړي په خبره چې دې څوانانو کې ډېره وړتیا شته او دوی کولای شي په دې ځوانې لوبډلې سره د شپږیزې هره لوبډله ماته کړي او اتلولي ترلاسه کړي.

د سپین غر لوبډلې لوبډلمشر ولې بدل شو

په شپږیزه کرکټ لیګ کې د سپین غر لوبډلې لوبډلمشر شبیر نوري ټاکل شوی و؛ خو هغه د تېرې سه شنبې په ورځ د سپټمبر په لومړۍ نېټه له لوبډلمشرۍ لاس په سر او کریم خان صادق یې خپل ځای ناستی وټاکه.
کله چې له کریم صادق څخه د لوبډلمشرۍ د علت په اړه وپوښتل شول، هغه وویل چې سږ کال به اووم پړاو شپږیزه لیګ د ده لپاره وروستی لیګ وي او له دې وروسته به دی په کرکټ لوبو کې لوبېدل پرېږدي.
د هغه په خبره دا د ده وروستۍ لوبې او په همدې خاطر ورته لوبډلمشري ورکړل شوه.
سپین غر ټایګرز کرکټ لوبډلې خپل پنځه ورځني تمرینات په غازي امان الله خان کرکټ لوبغالي کې پای ته ورسول او د توپوهنې وروستۍ ورځې تمرینات یې د سه شنبې په ورځ د هستي ګل عابد اکاډمي کې پای ته ورسول او د کابل پر لور د لا نورو تمریناتو او لیګ کې د ګډون په موخه وکوچېده.
لوبډلمشر کریم صادق په خبره دوی به په کابل کې له بُست او بند امیر لوبډلو سره دوه تمریناتي شل اوریزې لوبې ولري او له هغې وروسته د شپږیزې رسمي کرکټ لیګ پیل کړي.

د روزونکي خبرې

د سپین غر کرکټ لوبډلې روزونکی د خېبر پښتونخوا څخه دی، چې ریاض افریدی نومېږي، د هغه په وېنا دوی د ختیځ زون لوبډلې لپاره ځوان لوبغاړي انتخاب کړي او موخه یې له دې څخه د افغانستان کرکټ ته ځوانه وړتیا ورکول دي.
نوموړی زیاتوي د سپین ټول لوبغاړي ځوانان دي او دوی کولای شي، چې د ښه ځلېدو په صورت کې ملي لوبډلو ته لار پېدا کړي او د افغانستان لپاره کابو لس کاله مثبت کرکټ وکړي.
د سپین غر زون د لوبډلې د رسنیو برخې مسوول او ویاند بادام احمدزی وایي، چې پنځه ورځنی تمریناتي کمپ خورا په زړه پورې و او لوبغاړو ته پکې د روزونکي ریاض لخوا بېلابېل تمرینونه ورکړل شول.

د قېس احمد څرګندونې

قیس احمد چې په ملي لوبډله کې لوبېږي او د نړۍ شاوخوا لسو لیګونو کې بوخت پاتې شوی، وایي خپلې نړیوالې تجربې یې له لوبغاړو سره شریکې کړې.
د هغه په وېنا شل اوریزې لوبې د مېدان لوبې دي او یو لوبغاړی کولای شي، چې د لوبې ټول حالت بدل کړي.
سپین غر هغه لوبډله ده، چې ۲۰۱۳ او ۲۰۱۵ کلونو کې یې اتلولۍ ګټلي دي؛ خو له دې کلونو وروسته یې ښې لوبې نه دي کړي.
اوس دې ځوانې لوبډلې ته د ختیځ زون هیلې راټوکېدلې او انتظار کوو، چې پایله یې څومره مثبته راووځي.
118280597_1004468336666280_759789021239322892_o.jpg