د میسي لیدلو ته راغلی وو؛ خو ناهیلی ولاړ

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی
لیکنه: محمدصابر حمیدي

پرون د بارسلونا فوټبال لوبډلې مسوولینو او لوبغاړو د کورونا ټیسټونه ورکړل، چې د میسي پرته د بارسلونا یو شمېر لوبغاړي ټیسټ ورکولو ته تللي وه.
د نورو مینوالو ترڅنګ یو ماشوم د لوبغاړو مخې ته راغلی وو، تر څو میسي له نژدې وګوري او هغه ادعاوي درواغ ثابتې کړي، چې میسې له لوبډلې جلا کیږي.
پر ټولنیزو رسنیو د یوه ماشوم انځورونه ډېر لاس پر لاس شوي، د میسي لباس یې په تن دی او د میسي سرخت سیال دی، چې د میسي بیا راتلو ته یې شیبې شمارلې، خو میسي لا تراوسه بارسلونا ته نه دی راګرځېدلی.
یاران uncategorized 1454 د میسي لیدلو ته راغلی وو؛ خو ناهیلی ولاړ
د نړۍ نوموتي فوټبالر میسي په چمپېنزلیګ سیالیو کې تر اوټېدلو وروسته د کلب مسوولینو ته یو لیک استولی او په یاد لیک کې یې د لوبډلې نه د جلاکېدو غوښتنه کړې وه.
خو بارسلونا کلب نه غواړي میسي دي له لوبډلې څخه جلا شي.
یاران uncategorized 1455 د میسي لیدلو ته راغلی وو؛ خو ناهیلی ولاړ
لیونل میسي د بارسلونا لوبډلې په استازیتوب ۱۷ کاله لوبېدلی دی، خو اوس په داسې حالت کې غواړي له لوبډلې ووځي چې د بورډ له عمومي مشر او ځینو غړو څخه ناخوښ دی.
میسي د بارسلونا لپاره له ۷۰۰ زیاتې لوبې ترسره کړې دي او د یادې لوبډلې لپاره یې ۶۳۴ ګولوهنې ترسره کړې دي.
یاران uncategorized 1456 د میسي لیدلو ته راغلی وو؛ خو ناهیلی ولاړ
د فوټبال په نړۍ کي میسي تر هر فوټبالر زیات ریکارډونه له ځان سره لري، چي نامتو یې ۶ د سرو زرو توپونه ترلاسه کول او ۶ د سرو زرو بوټان ترلاسه کول دي.
اوس زیاتې لوبډلې هڅه کوي، چې میسي له خپلې لوبډلې سره یوځای کړي.

About ياران ټیم 3433 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.