راینا: له اۍ پي ايل ځکه ووتم چې د خپلو ماشومانو روغتیا راته مهمه ده

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه

نعمت الله مقبول
د سریش راینا د 2020 کال آی پی ایل څخه د وتلو پریکړې چینای لوبدلې ته ستر ګوزار ورکړ.
چيناي سوپر کینګز (CSK) د شنبې په ورځ دا خبره په ډاګه کړه چې د دوی غوره بیټسمین او د ( اۍ پي ایل) نوموتي لوبغاړی سریش راینا ددې لوبو د راتلونکې فصل څخه بهر شو.
دوى وايي د راينا په ځاي د بل غوره لوبغاړي دموندلو په لټه دي.
راينا په تيرو څو کلونو کې د چینايي لوبډلې د بیټینګ لاین مهم لوبغاړى و، او تل يې د خپلې لوبډلې لپاره ګټونکې پاڼې لوبولى.

راینا ولې ووت؟
راینا هم د دې میاشتې په سر کې د ایم ایس ډوني سره همهاله له نړیوالو لوبو د تقاعد اعلان کړ.
دا هم ویل کیږي چې راینا وروسته له هغې دا پريکړه وکړه چې د لوبډلې د دوو ملګرو د کرونا ازمیښتونه یې مثبت شول.
که څه هم په لومړيو کې دا ويل کيدل چې راینا د شخصي ستونزو له امله له اۍ پي ایل څخه ووت، خو اوس يې په خپله څرګنده کړې چې هغه د خپلو ماشومانو روغتیا ته ترجيح ورکوي او له ماشومانو پرته بل څه ورته مهم نه دي.
راینا او د هغه میرمن پرینکا دوه ماشومان لري ، ګریشیا (4 کلن) او ریو (5 میاشتې عمر) لري

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.