ښایي د هندوستان کرکټ بورډ د آی پي اېل د لوبو مهالوېش وځنډوي

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک
سپورټ یاران

وروسته له هغې چې د چینايي سوپرکېنګز کرکټ لوبډلې درې لوبغاړي او لس نور رهبرۍ غړي په کورونا ویروس  ککړ وبلل شول، د آی پي اېل د مهالوېش په اړه بیا غور پېلېدل شروع شوي.
په لوبغاړو کې یو هم سورېش‌رېنا دی، چې په کورونا ویروس اخته بلل شوی، که څه هم د شنبې پر ورځ د هندوستان ورزشي وېبپاڼو راپور ورکړ، چې سورېش‌رېنا نشي کولای چې د یوې کورنۍ ستونزې له امله په ټول آی پي اېل کې ولوبېږي، خو د شېن واټسن او ډیپک چهر له خبرو څرګندېږي، چې رېنا په کورونا اخته شوی دی.
شېن واټسن، سورېش رېنا ته په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، چې ته د آی پي اېل هیرو یې او خدای دې وکړي، چې ژر روغتیا ترلاسه کړې.
ډیپک چهر هم ویلي خدای دې وکړي، چې ژر ښه شې او بېرته لوبې وکړې.
خپله د ډیپک چهر ټېسټ هم مثبت ختلی دی او هغه سره یو بل تن کاجواک په نامه لوبغاړی هم په کورونا اخته بلل شوی دی.
د کرېک ټرېکر وېبپاڼې لیکلي، چې د هندوستان د کرکټ د کنټرول ادارې یوې سرچینې په اېن سایډ سپورټ برخه کې ورته ویلي، چې یاده اداره په دې غور کوي، چې د آی پي اېل لوبو مهالوېش باندې غور وکړي او ښایي وروسته یې کړي.
د هندوستان سوداګریزو کرکټ لوبو لپاره لوبډلې اوسمهال په عربي متحده اماراتو کې دي او د کرونا اړوند ټېسټونه یې ورکړي دي، چې په دغو ټېسټونو کې د سي اېس کی لوبډلې روغتیایي وضعیت د اندېښنې وړ بلل شوی.
دا چې د آی پي اېل د پېل لپاره نېټه د سپټمبر ۲۹ مه ټاکل شوې او لومړۍ لوبه یې هم د چینای سوپرکېنګز او ممبيي اېنډیئنز ترمنځ ترسره کېده.
اوس راپورونه وایي چې ښایي چینای لوبډله د لوبو د پیل سیالۍ ترسره نه کړي او ښایي مهالوېش کې وروسته ځای ورکړل شي.
د آی پي آېل سیالیو لپاره نېټه په ډاګه شوې، چې د لوبډلو ترمنځ د لوبو مهالوېش ترتیب او پر مېز اېښی دی؛ خو اوس د کورونا ویروس د وېرې له امله دغه سکېجول یا مهالوېش معطل شوی دی.
ch.JPG
Suresh-Raina.jpg
csk positive.JPG