په پاکستان او انګلستان کې رسمي شل اوریزې لوبې

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی
سپورټ یاران

نن شپه لس نیمې بجې د انګلستان او پاکستان کرکټ لوبډلو ترمنځ لومړۍ شل اوریزه لوبه پېل شوه. له شپږمیاشتیني ځنډ وروسته دا لومړۍ شل اوریزه لوبه ده چې نړیوالې شل اوریزې لوبې پرې پېل شوې.
د انګلستان کرکټ لوبډله په شل اوریزو لوبو کې دویم مقام لري او د پاکستان کرکټ لوبډله څلورم ځای کې ده.
که انګلستان د شل اوریزو لوبو دا لړۍ وګټي د انګلستان لوبډله لومړي مقام ته لا ورنږدې کېږي او د اسټرالیا د دویم کېدو امکان شته.
که پاکستان لوبې وبایلي، پنځم مقام ته یې د شاته کېدلو خطر شته، خو په بري سره یې د پاکستان لوبډله بېرته رامخکې کېدای شي.

د لوبې اهمیت

یو اهمیت خو یې د کرکټ نړیوالې شورا ته دی، د کرکټ پیل وشو. د دوی ټول پلانونه به له دې وروسته ښه تطبیق شي او اېف ټي پي یا فیوچر ټوور پروګرامونه به ښه مخته ولاړ شي.
بل د لوبو سپانسر یا مالي ملاتړي به بیا له کرکټ نړیوالې شورا سره خپله همکاري ډاډمنه کړي. بل پلو هېوادونه هم وعداره کېږي او کرکټ ورسره غوړېږي.
د دې لوبې اهمیت دا هم دی، چې ورسره به ټوله نړۍ کې د کرکټ لوبډلې له کورونا وروسته ډاډمنې شي او لوبې به په ډاډه زړه پیل او وکړي.
دا لومړی ځل دی چې د کورونا له امله له شپږ میاشتیني ځنډ وروسته نړیوالې شل اوریزې لوبې پرې بیا تازه شوې او د کرکټ د مینوالو تندې به پرې خړوبې شي.

د انګلستان احتمالي لوبډله

جاني بېرسټو، ټام بېنټن، ډېوېډ مېلن، ایئن مورګن، سام بېلېنګز، جو ډېنلي، معین علي، ډېوېډ وېلي، ټام کورن، کرېس جورډن او عادل رشید.

د پاکستان احتمالي لوبډله

فخرزمان، بابراعظم، محمد حفیظ، حېدر علي، شعیب ملک، شاداب خان، محمد رضوان، عماد وسیم، وهاب ریاض، محمد عامر او شاهین افریدي.
images.jpeg