سپورټ یاران
د سي پي اېل سوداګریزو لوبو په لړکې شپږ افغان لوبغاړي هم لوبېږي، چې مجیب الرحمن له جمېکا ټلاواس لوبډلې سره، محمدنبي عیسی خېل، نجیب الله ځدران او ظاهرخان له سېنټ لوشیا زوکس لوبډلې سره، نوین الحق له ګیانا امازون لوبډلې سره او راشدخان له باربادوس ټرایډېنټس لوبډلې سره لوبېږي.
په دغو ټولو افغان لوبغاړو کې د توپ اچونې برخه کې مجیب الرحمن ښه ځلېدلی.
مجیب الرحمن په ۴ لوبو کې غوره لوبې نندارې ته وړاندې کړي دي، په خپله لومړۍ لوبه کې یې په ۴ اورونوکې ۲۵ منډې ورکړې او دوې وېکټې یې واخیستې.
په خپله دویمه لوبه کې یې ۴ اورونوکې ۱۳ منډې ورکړې او یوه وېکټ یې واخیسته.
درېیمه لوبه کې یې ۴ اورونوکې ۱۱ منډې ورکړې او درې وېکټې یې واخیستې او د لوبې غوره لوبغاړي جایزه یې هم ترلاسه کړه.
د پنجشنبې په شپه یې په خپله ۴ مه لوبه او د سي پي اېل په ۱۴ مه لوبه کې یو ځل بیا غوره توپ اچونه وکړه.
هغه په ۴ اورونوکې ۱۸ منډې ورکړې او درې وېکټې یې واخیستې.
په دې لوبه کې یې لوبډله د راشدخان دې اړوند باربادوس ټرایډېنټس پر وړاندې په ۳۶ منډو ماته شوه.
راشدخان په همدې لوبه کې په ۴ اورونوکې ۳۳ منډې ورکړې او دوې وېکټې یې واخیستې.
که څه هم مجیب الرحمن ښه توپ اچونه وکړه، خو لوبډله یې ماته شوه او د لوبې غوره لوبغاړي جایزه یې هم له لاسه ووته.
مجیب الرحمن د جمېکا ټلاواس په ګټه په ۴ لوبو کې ۱۶ اورونه کړي، ۹ وېکټې یې اخیستې او ټولې یې ۶۷ منډې ورکړي دي.
تر دې دمه مجیب الرحمن د نړۍ په ټولو لوبغاړو کې د سي پي اېل په کچه ښه ځلېدلی او ښه توپ اچونه یې کړې ده.
بل خوا محمدنبي عیسی خېل بل هغه لوبغاړی دی، چې په دې لیګ کې یې د خلکو پام ځانته راړولی دی. هغه دوه ځلې د لوبې غوره لوبغاړي جایزې اخیستې دي.
بلخوا نوین الحق هم په یوه لوبه کې د لوبې غوره لوبغاړی راغلی دی.
دا درې لوبغاړي اوسمهال په سي پي اېل کې مطرح دي او لوبو کې یې ډېر بارز رول لوبولی دی.