په سي پي اېل کې د درېیم ځل لپاره د لوبې غوره لوبغاړی

رنګین تجريدي ډیزاین
سپورټ یارن

محمدنبي عیسی خېل د سي پي اېل یا کارابین سوداګریزو کرکټ لوبو پنځلسمه لوبه کې خپله جادویي لوبه نندارې ته وړاندې او د درېیم ځل لپاره یې د لوبې غوره لوبغاړي جایزه ترلاسه کړه.
افغان ځواکمن الراونډر د سېنټ کېټس لوبډلې پر وړاندې لوبه کې د یادې لوبډلې څلور لومړۍ وېکټې ونړولې او خپله لوبډله یې تر بري ورسوله.
نبي لومړی ځل د اسټرالیا کرېس لیین په صفر وسوځاوه. توپ یې ترسره کړ او کېچ یې هم خپله واخیست. ورپسې یې بل اوپنر توپوهونکی ایوین لیویس وسوځاوه.
بیا یې ون ډاون نېک کېلي بهر کړ، څلورم نمبر کې یې ریاد ایمرېت رخصت کړ او پنځمه وېکټ یې د پاکستاني سهېل تنویر وه چې ترلاسه یې کړه.
نبي په ۴ اورونو کې ۱۵ منډې ورکړې او ۵ وېکټې یې خپلې کړې. هغه د لوبې غوره لوبغاړي جایزه واخیسته.
دا درېیم ځل دی چې نبي په روانه اونۍ کې د لوبې غوره لوبغاړي جایزې اخلي.
د سي پي اېل لوبې او د وېکټو اخیستلو سیالۍ
عیسی خېل د سي پي اېل په تاریخ کې تر دې دمه څلورم توپ اچوونکی شو چې غوره توپ اچونه کوي.
هغه د سي پي اېل د غوره څېرو په قطار کې هم شامل شو.
په دې برخه کې لومړی مقام د شکېب الحسن دی، هغه په همدې لیګ کې په ۴ اورونو کې شپږ وېکټې اخیستي، شپږ منډې یې ورکړې وې او یو اوور یې مېډن کړی و.
دویم مقام د پاکستاني سهېل تنویر دی، هغه په اورونوکې یو اوور مېډن کړی و، درې منډې یې ورکړې وې او ۵ وېکټې یې اخیستې وې.
ویسټ انډیزي هایډن والش په څلورو اورونو کې ۱۹ منډې ورکړې وې او ۵ وېکټې یې اخیستې وې.
محمدنبي عیسی خېل په دې برخه کې څلورم بالر شو.
که حساب ته یې واړول شي عیسی خېل د سي پي اېل په تاریخ کې درېیم توپ اچوونکی راځي چې غوره توپ اچونه کوي او د دې په غوره څېرو کې راځي.
IMG_20200828_075336.jpg
IMG_20200828_075312.jpg
IMG_20200828_075238.jpg
 
IMG_20200828_074007.jpg
 
 

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.