هغه عالم چې خپله ډېره شتمني یې د کڼو په خدمت کې ولګوله

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک
ژباړه: نجم الرحمن ناصري

بل الکساندر په ۱۸۴۷م کې د اسکاتلند په ادینبورګ ښار کې نړۍ ته راغی. هغه په داسې کورنۍ کې وزیږېد چې پلار او نیکه یې دواړو د غږ یا صوت په اړه مطالعات درلودل او له هغو کسانو څخه ول چې له ډېرې مودې مخکې یې کاڼه خلک روزل.
بل په ۱۸۷۰ کې د پلار په مرسته د وینا د اصولو په اړه څېړنې وکړې او د ګڼو ماشومانو د روزلو لپاره یې نوې طریقې په ادینبورګ کې منځته راوړې. په ۱۸۷۱م کې الکساندر له اسکاتلند څخه آمریکا ته لاړ. لومړی یې اراده درلوده چې د کڼو د روزلو لپاره یوه آله جوړه کړي. د دې لپاره چې داسې څه یې جوړ نه کړای شوای، زیار یې وویست او خپلو څېړنو ته یې ادامه ورکړه، چې دا ځل داسې کار وکړي چې غږونو ته د امواجو په مرسته په سیم کې جریان ورکړي، چې په لرې ساحه کې واوریدل شي.
په ۱۸۷۳م کې یې د بوستون په پوهنتون کې د استادۍ سمت ترلاسه کړ. په همدې وخت کې پر خپلې کڼې زده‌کوونکې مین شو. نوموړي د دې لپاره، چې په ښه توګه هغې ته زده‌کړه ورکړي، خپلو کوښښونو ته یې ادامه ورکړه، څو د یوې غږیزې وسیلې په جوړولو وتوانېږي.
هغه وروسته له ډېر زیار او زحمت څخه وکولای شول چې تلفن اختراع کړي. هغه په کال ۱۸۷۶م کې خپله اختراع ثبت کړه او په ۱۸۷۷م کې یې له خپلې کڼې زده‌کوونکې سره واده وکړ.
هغه وسیله چې ده اختراع کړې وه، په عموم کې له ښه راغلاست سره مخ شوه او په ډېره لنډه موده کې د متراکمه سیمانو شبکه په ټوله نړۍ کې خپره او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
نوموړي په ۱۸۸۲م کې د آمریکا تابعیت ترلاسه کړ. وروسته یې په آمریکا کې یو شرکت تأسیس کړ چې علمي څېړنې په دې شرکت کې ترسره کېدلې. نوموړي مخترع خپله ډېره دارایي د کڼو لپاره ولګوله، د ده نورې اختراعوې هم موجودې دي چې له هغې جملې څخه یې موتور والا بیړۍ (قایق) او په هوا کې د الوتکې ثابت ساتلو ته اشاره کولای شو.
دا عالم او مخترع په ۱۹۲۲م په کاناډا کې مړ شو.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.