پروان کې د سیلابونو له امله د مړو شمیر ۸۵ لوړ شو

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري
خبر: بشر درویش

د افغانستان په پروان ولایت کې د سیلابونو راتلو له امله د مړو شمیر تر ۸۵ تنو پورې رسیدلی دی.
د راپورونو له مخې چې د ځايي چارواکو له قوله ورکړل شوي دي، وايي، ددې اورښتونو له امله ۱۱۰ تنه زخمیان شوي هم دي.
سیمه ییزو چارواکو ویلي چې د پروان مرکز چاریکار کې سیلابونو لسګونه کورونه او موټرونه ویجاړ کړي دي.
مسوولینو ویلي؛ تیره شپه درې بجې د دې ولایت مرکزي برخو کې سیلاب راوتلي او اوسیدونکي یې د بیړنۍ مرستې غوښتنه کوي.
ویل شوي د سیلابونو اکثره قربانیان ماشومان او ښځې دي.
نه یوازې په پروان بلکې په نورستان، میدان وردګ او یو شمیر نورو ولایتونو کې هم درانه بارانونه شوي چې خلکو ته یې سخت زیانونه اړولي دي.
 
 

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.