خبر: بشر درویش
د بڼوالۍ د محصولاتو د کیفیت ښه کولو او د تولیداتو د کچې لوړولو په پار دکرنې وزارت د یوې پروژې له خوا، د بادغیس ولایت په قادس ولسوالۍ کې ۲۰۶ بڼونه جوړ شوي دي.
کرنې وزارت یوه خبرپاڼه کې ویلي؛ دغه جوړ شوي بڼونه د مڼې، غوزانو، آلو، زردالو او انګورو بڼونه دي.
د یادې ولسوالۍ د «قادس خوردک» کلي یو تن بڼوال عبدالعظیم، چې مخکې یې په لس جریبه ځمکه کې په دودیزه توګه بڼوالي کوله ډېر لږ حاصل به یې تر لاسه کول، خو کله چې دکرنې وزارت د ملاتړ تر چتر لاندې راغی نو محصولات یې ډېر او کیفیت یې هم ښه شو.
سرچینه زیاتوي؛ دغه راز د قادس ولسوالۍ یو تن بل بڼوال حفیظ الله هم، تر هغه وروسته چې د کرنې وزارت د پروژې د ملاتړ تر چتر لاندې راغی تېرکال یې په سیمه ییزو بازارونو کې ۲۱ زره کیلوګرامه مڼې خرڅ کړل. سږکال یې د حاصلاتو کچه دوه چنده زیاته شوې ده.