وسلوالو د افغان فلم پر مشهورې فلمي لوبغاړې صباسحر حمله کړې

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی

خبريال: مدثر دعوت
د افغان سېنما پر مشهورې فلمي لوبغاړې صباسحر نن سهار د ناپېژاندو کسانو له لوري وسلواله حمله سوې.
د صباسحر د کورنۍ غړي وايي چې دا نن سهار د کور څخه د خپلې دندې پر لور روانه وه چې څو وسلوالو ورباندي د کابل ښار د نوي کارتې په سيمه کې حمله کړې او زخمي کړې يې ده.
22 47238856796711364388 وسلوالو د افغان فلم پر مشهورې فلمي لوبغاړې صباسحر حمله کړې
تر اوسه کومې ډلې ددې حملې مسوليت ندی منلي او نه هم دا انګېزه مالومه ده چې ولې ناپېژانو کسانو ورباندې ډزي کړي.
صبا سحر د کابل اوسېدونکې ده چې د فلمي لوبغاړې او فلم جوړولو ترڅنګ د ملي پوليسو په ليکو کې هم دنده لري.
114082057 71029536 1454810107990215 2533921827219046400 o6326614098529466001 وسلوالو د افغان فلم پر مشهورې فلمي لوبغاړې صباسحر حمله کړې
دا د “صبا فلم” بنسټ ايښودونکې ده چې د خپلې کمپنۍ له لارې يې ۳ ځانګړي فلمونه هم نندارې ته وړاندې کړيدي.
۴۴ کلنه سحر د هغو هنرمندانو له ډلې څخه ده چې په افغان سېنما کې يې نوښت راويستلی،دې په “قانون” فلم کې د مرکزي رول ترڅنګ د لارښودې رول هم اجرا کړی.
د افغان فلم رئيسې صحرا کريمي او د بخښنې نړيوال سازمان پر صباسحر وسلواله حمله غندلې.