راپور: بشر درویش
د ملي مصالحې عالي شورا رییس د افغانستان له پخواني ولسمشر سره ولیدل.
د ملي مصالحې عالي شورا یوه خبرپاڼه کې ویلي چې ددې شورا رییس ډاکټر عبدالله عبدالله پرون دوشنبه د هېواد له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره په سپېدار ماڼۍ کې لیدلي دي.
ویل شوي؛ پدې لیدنه کې د سولې هڅو په وروستیو پرمختګونو، د بندیانو په تبادلې او د بین الافغاني مذاکراتو په پیل بحث او د نظرونو تبادله وشوه.
یادې شورا ویلي؛ دواړه خواوو په خپلو خبرو کې پر دایمې سولې او د جنګ په ختمېدو ټینګار وکړ او د سولې په برخه کې د ټولو کورنیو او نړیوالو دخیلو خواوو څخه یې په هېواد کې د دایمې سولې د راتګ په برخه کې د همکارۍ جدي غوښتنه وکړه.
د ښاغلي کرزي او عبدالله لیدنه داسې مهال کیږي چې له دې وړاندې دواړو مشرانو ویلي ول چې ژر به بین الافغاني خبرې پيل شي. خو له دې سره سره تر اوسه دا خبرې نه دي پيل شوي.