راپور: بشر درویش
د وسله والو طالبانو د قطر د دفتر یوه پلاوی پاکستان ته تللی دی.
دا پلاوی داسې مهال ځي چې پاکستان پر طالبانو د تازه بندیزونه لګولي دي.
د قطر سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین پر خپل ټویټر لیکلي:
«د افغانستان اسلامي امارت د سیاسي مرستیال او سیاسي دفتر مشر محترم ملا عبدالغنی برادر اخند په مشري د سیاسي دفتر یو لوړ پوړی هیئت نن د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په بلنه هغه هیواد ته روان شو. د اسلامي امارت هئیت به د پاکستان د لوړ پوړو چارواکو سره د افغانستان د سولې پروسې پر وروستیو جریاناتو، په پاکستان کې د افغان مهاجرینو او د دواړو ګاونډیو هیوادونو ترمینځ د ولسي تګ راتګ او تجارت د اسانتیاوو برابرولو او نورو اړوند موضوعاتو په هکله خبرې وکړي.»
سهیل شاهین همداراز ویلي:
«اسلامي امارت د خپلې سیاسي تګلارې له مخې د سیمه ییزو او نړیوالو هیوادونو سره د مثبتو اړیکو، د سولې په پروسه کې تر نړیوالو د خپل نظر او موقف رسولو په موخه وخت په وخت سفرونه کوي، چې څه موده د نړیوالې وبا کرونا له امله سفرونه ځنډېدلي وو خو اوس بیا دغه لړۍ پیل شوه.»
هغه ویلي چې په نږدې راتلونکې کې به د سیاسي دفتر هئیتونه نورو هیوادونو ته هم سفرونه وکړي.
دا سفرونه داسې مهال کیږي چې تازه وړمه ورځ پاکستان د ملګرو ملتونو د پریکړو پر اساس پر طالبانو د بندیزونو د زیاتولو خبر ورکړی دی.
په دې بندیزونو کې ویل شوي چې نورې ترهګرې ډلې او مشران یې هم شامل دي. د پریکړه لیک له مخې له دوی سره راکړه ورکړه بنده او شتمني به یې له خبرداري پرته کنګل کیږي.