سپورټ یاران
محمدنبي عیسی خېل چې په سي پي اېل سوداګریزو کرکټ لوبو کې د سېنټ لوشیا زوکس کرکټ لوبډلې سره لوبېږي، له ده سره نجیب الله ځدران او ظاهرخان هم همدې لوبډله کې اخیستل شوي دي.
خو د محمدنبي رول په دغې لوبډله کې خورا بارز دی، هغه په دوو پر له پسې لوبو کې دوه ځلې د لوبې غوره لوبغاړي جایزې واخیستې.
د جمعې په ماښام هغه وتوانېد چې د راشدخان دې اړوند لوبډله باربادوس ټراېډېنټس ماته کړي، دغې لوبه کې محمدنبي په ۴ اورونوکې ۱۹ منډې ورکړې او یوه وېکټ یې واخیسته، د توپوهنې برخه کې یې په ۶ توپونو ۱۵ منډې جوړې کړې، لوبه د باران له امله ۵ اورونوته راښکته شوې وه.
لوشیا زوکس لوبډله وتوانېده چې د محمدنبي د ښې الراونډرۍ له امله لوبه وګټي او د راشدخان دې اړوند لوبډله یې ماته کړه.
په همدې لوبه کې راشدخان په ۲ اورونوکې ۲۴ منډې ورکړې او دوې وېکټې یې واخیستې.
د سي پي اېل لوبو په دوام د شنبې په ماخستن دوې لوبې وشوې، اوومه لوبه کې سېنټ لوشیا زوکس لوبډله د سېنټ کېټس او نیویس پېټرېئټس لوبدلې پر وړاندې ولوبېده.
په دې لوبه کې محمدنبي عیسی خېل په ۲۲ توپونو ۳۵ منډې وکړې، چې درې شپږیزې او یوه یې څلوریزه ووهله.
نجیب الله ځدران په ۲۴ توپونو ۲۸ منډې وکړې.
عیسی خېل دې اړوند لوبډلې د ۸ لوبغاړو په سوځېدلو سره ۱۶۲ منډې وکړې.
هغه په توپ اچونه کې هم ښه وړتیا وښوده په ۴ اورونوکې یې ۱۹ منډې ورکړې او یوه وېکټ یې ترلاسه کړه.
سېنټ کېټس لوبډله د محمدنبي د ښې لوبې له امله په لس منډو ماته شوه او د محمدنبي دې اړوند لوبډله د نومرو په جدول کې په دوو بریاوو سره درېیم شوه.
د همدې لوبو په ۸ مه لوبه کې نوین الحق د لوبې غوره لوبغاړي جایزه واخېسته، هغه د خپلې لوبډلې په ۱۴ منډې هم وکړې او د توپ اچونې په برخه کې یې د جمېکا ټلاواس لوبډلې لوبډلمشر رافمن پاول وسوځاوه، نوین الحق په ۴ اورونوکې ۲۲ منډې ورکړې او یوه وېکټ یې واخېسته او لوبډله یې په ۱۴ منډو بریالۍ شوه، چې لوبه وګټي.
هغه د لوبې غوره لوبغاړي جایزه ترلاسه کړه.
بل پلو مجیب الرحمن د نوین الحق دې پر وړاندې همدې لوبه کې ۴ اورونوکې ۱۸ منډې ورکړې او درې وېکټې یې واخیستې.