افغانستان کې د جګړې زیاتوالی؛ میلر وايي، طالبان دې تاوتریخوالی کم کړي

آبي رنګه تجريدي ډیزاین
راپور: بشر درویش

په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو قومندان وايي، طالبان باید د سولې پروسې ته دوام ورکولو لپاره تاوتریخوالی کم کړي.
قومندان سکاټ میلر د افغانستان شمالي ولایتونو ته د سفر پرمهال وویل طالبان باید روان تاوتریخوالی کم کړي.
ده زیاته کړه چې افغان خلک سوله غواړي، او موږ د سولې پروسې لپاره سمه لار غوره کړې ده.
د افغان دفاع وزارت مرستیال شاه محمود میاخیل چې له نوموړي سره په سفر ملګری و، ویلي چې د لیدنې هدف په سیمه کې د امنیتي وضعیت کتنه او له افغان اردو سره مرسته کول دي.
ښاغلي میاخیلي په ټینګار سره څرګنده کړې چې د دښمنانو سره په مبارزه کې د افغان ځواکونو هدف د جګړې پای او په افغانستان کې د سولې په لور د باور رامینځته کول دي.

شاه محمود میاخیل – سکاټ میلر

ښاغلي میاخیل او میلر دا خبرې داسې مهال کړي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ تر هوکړې وروسته افغانستان تاوتریخوالی زیات شوی او هره ورځ په ګڼ شمیر کې کسان ټپيان شوي دي.
دا په داسې مهال ده چې د افغانستان لپاره د ناټو ملکي استازي پرون تازه له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره د لیدنې پرمهال له افغانستانه د بشپړ ملاتړ ژمنه تازه کړه.
له بله پلوه باید وویل شي چې د سولې بین الافغاني خبرې تر نامعلومې نیټې ځنډیدلي دي. دواړه لوري پر یو بل د خبرو پر وړاندې د خنډونو اچولو تورونه لګوي، خو پرون افغان حکومت پر طالبانو تور ولګاوه چې د سولې د خبرو پر وړاندې بهاني لټوي.
 

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.