د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د کلیوالي اقتصاد پیاوړتیا پروګرام په ننګرهار ولایت کې ۲۵۰۰ کسانو ته د غالۍ اوبدلو په برخه کې کار پیدا کړی دی چې ډیری یې ښځې دي.
د غالۍ اوبدلو پروګرام په ۲۰۱۷ م کال په ۸ ولایتونو: کابل، ننګرهار، لغمان، پروان، بغلان، بلخ، هرات او کندهار ولایتونو کې پیل شوی و چې له دې ولایتونو یو شمیر یې داسې وو چې د غالۍ اوبدلو اوږده مخینه یې درلوده خو په ننګرهار او یو شمیر نورو ولایتونو کې یوه نوې تجربه و چې بریالۍ شوه.
په پیل کې د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت له خوا په یادو ۸ ولایتونو کې په غالۍ اوبدونکو ۵۰۰۰ د غالۍ اوبدلو دستګاه وې او اړوند اومه توکي وویشل شول، وروسته د وزارت له خوا ورته ګڼ روزنیز پروګرامونه جوړ شول، له خپلو ولایتونو یې نورو ولایتونو ته ښوونیز سفرونه وکړل او د بازار موندنې په نندارتونونو کې یې ورته د ګډون زمینه برابره کړه، او دا بهیر لا هم روان دی.
دغو ښځینه غالۍ اوبدونکو ته نقشې د سوداګرو له خوا ورکول چې غالۍ اوبدونکې یې په غالیو کې نقش کوي.
د غالیو صفايي هم د سوداګرو له خوا کیږي ځکه چې د غالیو د صفايي ماشین ډیر ګرانبیه دې او له غالۍ اوبدونکو سره نشته.
د ننګرهار غالۍ اوبدونکې غالیو ته طبیعي رنګونه ورکوي چې دا هم د سوداګرو له خوا ورته چمتو کیږي.
په تېره یوه ربع کې په ۸ ولایتونو کې کابو ۸۲۴ متره مربع غالۍ تولید شوې. د پروژې له پیله بیا تر دې دمه کابو ۲۴۸۷۰ متر مربع غالۍ اوبدل شوې ده.
د ننګرهار غالۍ له لوړ کیفیته برخمنې دي چې نړیوالو مارکیټونو ته یې هم لاره پیدا کړې ده.