ژباړه: نجم الرحمن ناصري
شیخ الرئس حجت الحق ابو علي حسین عبدالله بن حسین بن علي بن سینا مشهور په ابن سینا په ۳۷۰ هجري قمري افشنه کې بخارا ته نږدې وزیږېد او همالته یې د علم د زدهکړې پیل وکړ. ده خپل مقدماتي تحصیلات، لکه قرآن، فقه او حساب له پلار سره پیل کړل او د منطق، فلسفه او نجوم د زدهکړې لپاره د ابو عبدالله ناتلي پلو ته ولاړ. دی له ماشومتوبه له وخته خارق العاده و او د خپلې زمانې علم یې په چټکۍ زده کاوه. په شپاړس کلنۍ یې طبابت پیل کړ.
ابن سینا په ۲۲ کلنۍ پلار له لاسه ورکړ چې څو موده یې د پلار شغل ترسره کاوه، د دې لپاره چې په دې وخت کې د غزنویانو د حملې لپاره، د سامانیانو د کار خوند نه وه، له بخارا څخه د ګرګانج په قصد چې د خورازم د مامونیه ی امرای پایتخت و، بهر شو چې د خوارزمشاه علي بن مأمون بن محمد خدمت ته ورسېد او د هغه او د وزیر لخوا څخه یې ومنل شو. څو موده یې هلته تېره کړه او یو څو کتابونه یې تألیف کړل. وروسته د سلطان محمود د نفوذ او د هغه د تعصب د وحشت لپاره له ابو سهل مسیحي سره په کال ۴۰۳ هـ ق کې د خورازم د دښتو له لارې له ګرګانج څخه بهر شو او د نسا، ابیورد، طوس، سمنګان، شقاق او جاجرم له لارې یې ګرګان خوا ته مخه کړه.
تقریباً په کال ۴۰۵ د ري خواته ولاړ او مجد الدوله د فخر الدوله زوی یې تداوي کړ او همداسې یې خپل سفر ته ادامه ورکړه، ویې کولای شوای چې د همدې سفرونو پر وخت تر وزارت پورې ورسېږي. کله چې یې وزارت له کولو څخه مخ واړاوه، له علاوالدوله ی کاکویه سره په مکاتبه متهم شو. د فردجان په قلعه کې بندي شو دا څلور میاشتې ګټورې وې او هلته یې (الهدایه)، (حی بن یقظان) رساله او د (القولنج) کتابونه تألیف کړل.
ابن سینا چې کله له بندخونې څخه آزاد شو، څه موده په همدان کې و، وروسته له دې ښار څخه وتښتېد اصفهان ته د علاوالدوله ی کاکویه خوا ته ولاړ، چې په ډېر حرمت ومنل شو. په دې وخت کې په تألیف او تصنیف بوخت و.
په ۴۲۸ کال کې علاوالدوله سره د همدان خواته روان و چې هلته ناروغ، وروسته ومړ او په همدې ښار کې خاورو ته وسپارل شو.
ابن سینا پر دې سربېره چې یو تکړه عالم و، شعر به یې هم ویلې چې د فارسي بیتونو تعداد یې ۶۵ ده، ټول آثار یې ۲۳۸ کتابونو، نامو او رسالو څخه اوړي.
ځينې آثار یې عبارت دي له:
قانون شفاء، نجات، دانشنامه ی علايي، الاشارات والتنبیهات، الانصاف، التعلیقات، رسالة الحدود، المحکمة المشرقیة، عیون الحکمة، المباحثات، احوال النفس، الحکمة العروضیة، المبدا والمعاد او…