هغه څه چې افغانان یې د «خپلواکۍ نمانځنې» په نوم یوه پياوړي افغانستان لپاره کولی شي

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی
لیکنه: غازي عابد

لومړی خو زه یو ځل بیا ددې لیکنې د لوستو له لارې تاسې ته د بیا ځل سیاسي خپلواکۍ ترلاسه کولو ۱۰۱مې کلیزې ډیره مبارکي وایم.
که د خپلواکۍ ورځو نمانځنو ته وګورو کال په کال له خلکو سره د خپلواکۍ نمانځلو دا ارزښت، موخې او په ټوله کې د خپلې ټولنې په اړه پوښتنې، نظریات او ویښ احساسات پيدا کیږي.
ځیني وخت یو شمیر خلک له بدمرغه خپله ټولنه، د ټولنې فکري وضعیت او اوسنۍ نړۍ ته له پام پرته درغبرګه کړي چې د څه شي ازادي، دا او هغه سل و زر کیسې یې درته له ځان غولوونې سره وړاندې کړي.
ښه دی چې دې خلکو ته قناعت ورکړل شي، که ډیر قناعت نه کوي، ورته وویل شي که موږ څومره هم ستونزې لري او دا ستا په وینا موږ یې نامستقله، خو راځه دا ورځ ددې لپاره ونمانځو چې موږ د اباد افغانستان په اړه فکر وشو کړای، ورته متوجه شو، په دې اړه بحثونه راوپاروو، نړۍ او افغانستان سره لږ تر لږه و ارزوو او ووایو چې موږ په دولتي او فردي کچه تر کومه حده دنده او مسوولیت لرو او څه کړای شو. یعنې یوازې همدا چې موږ ووایو باید ددې ورځې د نمانځنې په ورځ خپل نظامي تجهیزاتو تولید، پياوړي اقتصادي زیربیناوې، بشپړ امنیت، په پښو ولاړ کلتوري وضعیت او داسې نور لرلی او دا مو دلته د نمانځنو سره ننداره کولی، دا به لا غوره وای !
خو دا هر څه هوايي نه شي کیدای، دداسې یوه تقریباً نیږدې ایډیال وضعیت یا نړۍ سره د ارزونې لپاره موږ دیته متوجه کیږو چې د ملت د یو وګړي په حیث زه له ازادۍ ورځ سره مخالف، زه له ازادۍ ورځې سره موافق، هغه ناخبره… څه مسوولیت لرو، لږ تر لږه څه کولی شي او څه باید وکړو.

خوست ولایت کې د ۱۰۱مې کلیزې نمانځنه – ورزش کاره ځوانان

څه مو په وس کې دي؟

که ډیر څه نه شو کولی یا مو له وسه بهر وي، موږ کولی شو دا را په یاد کړو چې پخوا یو څوک و، چې د هیواد د پیاوړتیا لپاره یې مټې رابډوهلې وې، د پرمختګ فکر یې درلود، له نړۍ سره د افغانستان وړتیا یې راژوندۍ کړې وه، اوس موږ هغه وخت پسې د خفګان په ډول شور جوړوو، بحثونه کوو، نظرونه تبادله کوو، افغانستان او نړۍ ته متوجه کیږو او په ټوله کې د یوه ودان افغانستان لپاره ټولو خامیو او نیمګړتیاو ته پر حل لارو فکر کوو، ځکه زه که لږ تر لږه پر دې هم فکر وکړم چې زما فردي فساد، فساد ته زمینه برابرول، پر وخت کار نه کول، لټي کول، خیانت کول، لږ تر لږه تر خپله وسه د خپلې ملي شتمنې نه دفاع نه کول داسې نورو ته زه متوجه شم او په همدې اړخ کې اړین ګامونه پورته کړم، دا به یوازې زما نه بلکې د وطن لپاره هغه وطن لپاره چې سل کاله وړاندې یې یو چا لپاره مټې بډوهلې وې او دا دی اوس یې هم موږ سل کاله وروسته په ویاړ شپې رنګینوو، خبرې پرې کوو، بحثونه پرې کوو، هر ډول رسمې او غیرې رسمي کار پریږدو او یوازې پر همدې ورځې تمرکز کوو.
دلته خبرې ډیرې دي، خو زه یوازې څو لنډ وړاندیزونه لرم او دا ځکه کووم چې ممکن او زموږ وس کې دي:
اول موږ په افغانستان کې په هر ولایت، ولسوالۍ و کلي کې شورا، بنسټ، ټولنه، ګوند، اتحادیه او په نورو نومونو اساسات لرو، موږ باید له دې لارو چارو په ګټنې سره د اماني فکر، د افغانستان د بحران د حل، د خپل او ټولنې پر مسوولیت، د ازادۍ مفهوم او له نړۍ سره د سیال کیدو پر لارو چارو بحث وکړو، که ډیر نه وي، یوازې زموږ ټول یا یو څو غړي هم پر دې پوه شي، چې هغه وطن ته د ژمنتیا او هیواد سره د مینې او ملي روحیې لپاره څه باید وکړي او دا همداسې نورو ته خپراوی وکړي، داسې وبوله زرګونو ته رسیږي.
دویم له دې پرته موږ ټولنیزې رسنۍ لرو، موږ د خپلواکۍ په اړه په کې بحث کوو، هیله په دغو رسنیو کې که د خپل فیسبوک، ټویټر، اکاونټ یا پاڼه وي او یا هم نور وټسپ، وایبر، ایمو، مسینجر او انسټګرام ګرپونه لرو او هلته دا د ویښتا بحث راوپاروو، نو کولی شو چې ژوندی فکر او وطن هر څه ذهن ته رایاد کړو او ورته ووایو چې پرته زموږ له ژوندۍ ملي روحیې او زموږ له فردي او ټولنیزې مبارزې هیڅ بحران بل هیڅوک رانه نه شي پورته کولی، بلکې لا مو ذلیله کولی شي.
او دریم ټکی دا چې موږ ټولییزې رسنۍ هم لرو، هلته که خپله واک لرو یا هم ورسره اړیکې لرو او یا هم په کې میلمه کیږو، باید پوه کړای شو چې له دې ټریبیونه موږ هغوی ته چې د راډیو، ټيوي… له فریکونسي زما غږ ور رسیږي، دا بحث راوپاروو چې وطن ته زه څه کولی شم، په ټولنیزه توګه څه امکانات لرم، زه خپل مسجد، هوجره، کلي او دیره کې څه کولی شم…
که موږ په واقعي ډول سره همداسې وکړو، زه ډاډه یم چې د افغانستان د ابادۍ فکر، ملي روحیه، (نړۍ سره باید سیال شو) ارمان او په دې چلبازه او خپلو ګټو پالونکې نړۍ کې د خپل ځان د پیاوړتیا وجدان او ذهن راژوندی کولی شو.
بیا ځل سیاسي خپلواکي مو بیا هم مبارک، ویې نمانځئ او پورته موخې په کې تعقیب کړئ !