سپورټ یاران
د کرېک ټرېکر وېب پاڼې په خپله فېسبوک پاڼه یو انځور خپورکړی، چې دغه انځور کې هندوستانی نامتو کرکټ لوبغاړی ډوني او د افغانستان برید کوونکی توپوهونکی شهزاد محمدي ښکاري.
دغې وېبپاڼې لیکلي، چې شهزاد محمدي په شل اوریزو لوبوکې ۴۳ منډې زیاتې کړي او حال دا چې شهزاد له ډوني څخه ۳۴ لوبې کمې کړي دي.
د شهزاد او ډوني پرتله
شهزاد محمدي ټولې ۶۴ شل اوریزې لوبې کړي، چې په دغو لوبوکې یې ۱۸۶۰ منډې کړي دي، په شل اوریزو لوبو کې یې یوه سلیزه او ۱۱ پنځوسیزې وهلي دي.
۲۰۶ یې څلوریزې او ۶۴ یې شپږیزې وهلي دي.
شهزاد اوس ۳۲ کاله عمر لري.
شهزاد لس کاله کې کېږي، چې نړیوال کرکټ کوي او ۲۰۰۹ کال کې یې یاد کرکټ ته مخه کړې ده.
دی د افغان لوبډلې اوپنر یا پیلوونکی توپوهونکی دی.
شهزاد وېکټ ساتونکی دی او په ټولو لوبو کې یې ۲۵ سټمپ اوټونه کړي او د وېکټ ساتونکي په توګه یې ۶۳ کېچونه نیولي دي.
په شل اوریزو لوبو کې د شهزاد محمدي لوړې منډې ۱۱۸ دي.
مهېندرا سېنګ ډوني
ایم ډوني ۳۹ کاله عمر لري، ۹۸ شل اوریزو لوبو کې یې ۱۶۱۷ منډې کړي دي، کومه سلیزه یې نه ده وهلې او دوه نیمه سلیزې یې جوړې کړي دي.
یوه لوبه کې یې لوړې منډې ۵۶ دي.
په شل اوریزو لوبو کې یې ۱۱۶ څلوریزې او ۵۲ شپږیزې وهلي دي.
ډوني په خپل ۱۶ کلن کرکټ کې ټول ۱۲۳ سټمپ اوټونه کړي او ۳۲۱ یې کېچونه نیولي دي.
دی مېډل ارډر یا منځنی توپ وهونکی و، نو ځکه نوبت په اسانۍ نه ورته.
په شل اوریزو لوبو د توپوهنې برخه کې افغان شهزاد له ډوني ښه ځلېدلی.