ژباړه: عطا محمد میاخېل
په هر کاروبار کې د بریا لپاره، یوازې فوق العاده نظریاتو (آیډیاوو) او مسلکي کاري اخلاقو ته اړتیا نه لرئ، بلکې مناسبو او لایقو افرادو ته هم اړتیا لرئ. د دې لپاره، چې وکولای شئ ښه اړیکه ټینګه کړئ، باید په رهبري او مدیریت کې په یوه مسلکي مدیر باندې بدل شئ. لاندې لیکنه په ښه غوره او دقت سره ولولئ، ترڅو په یوه ښه او وړ مدیر باندې بدل شئ.
په خپل ټول اتلس کلن مسلکي فعالیت کې مې ډېر زیات څیزونه زده کړل او دمګړۍ د یوه کار رامنځته کوونکي په توګه لا هم د زده کړې په حال کې یم. هرومرو په دې باندې پوهېږئ، چې د نویو څیزونو زده کړه او دغه راز د نویو تجربو تر لاسه کول، له تاسو سره د کارونو په ښه ترسره کولو کې مرسته کوي.
د دې لیکنې په دوام په هغو ټکو باندې رڼا اچوم، چې د کاروبار په دوو لسیزو مدیریت او رهبرۍ کې مې زده کړي دي:
۱ ـــ هېڅکله مه تسلیمېږئ
ښایي دا مدیریتي ټکی ډېر زیات تکراري وي، خو تر ټولو غوره لارښوونه ده، چې کولای شم تاسو ته یې ووایم. د هغو افرادو لپاره کار رامنځته کوونه، چې په کافي اندازه غښتلی هوډ نه لري او هڅه نه کوي، اصلاً مناسبه نه ده. کار رامنځته کوونه د هغو کسانو لپاره مناسبه ده، چې د خپل ټیم په ټولو نظریاتو او مهارتونو باندې باور لري. د یوې پروژې پرېښودل، چې هر څومره ستره یا کوچنۍ وي، نه یوازې د خپل ځان لپاره، بلکې د هغو کسانو لپاره، چې د مدیریت او رهبرۍ چارې یې پر غاړه لري هم، په زیان تمامېږي.
۲ ـــ شاوخوا خلک مو ټوله شتمني ده
کله چې پیاوي او با استعداده همکاران او کارمندان ونه لرئ، نو د یوې پروژې ترسره کول څو برابره سختېږي، نو تل د خپلو نظریاتو د ترسره کولو لپاره، غوره کارمندان وټاکئ او خپله ټوله هڅه وکړئ، ترڅو یې له خپل ځان سره وساتئ.
۳ ـــ هم مدیر واوسئ او هم شاګرد
په تر ټولو مسلکي بریالیو اړیکو کې، افراد له متقابل درناوي څخه برخمن دي او تل د زده کړې په لټه کې دي. د یوه رهبر په توګه باید وکولای شئ، د خپلې ډلې د غړو پوهه او وړتیا لوړه کړئ، البته په هماغه اندازه باید له هغوی څخه څیزونه زده کړئ.
۴ ـــ ځواکمن او په ځان باندې باور لرونکی واوسئ
ډېری کسان په هغو مدیرانو باندې په ډېرې سختۍ سره باور کوي، کوم چې په خپل ځان باندې باور نه لري، نو په کړکېچنو او بې ثباته شرایطو کې هم په خپل ځان باندې باور ولرئ او مثبت فکری واوسئ. کله چې کارونه مو په شک او دوه زړي توب سره ترسره کوئ، نه یوازې په خپل لید باندې منفي اغېز ښندئ، بلکې د ډلې د غړو لید هم خرابوئ.
۵ ـــ د مخ پر ودې کاروبار لپاره، مخ پر ودې افرادو ته اړتیا لرئ
ټول کارمندان د ودې په حال کې دي، البته د یوې مسلکي تجربې د لرلو لپاره، مثبت لید، ودې او زده کړې ته اړتیا لري، نو له کوچنیو تېروتنو څخه تېر شئ او هڅه وکړئ، چې د ټیم غړو ته مو درس ورکړئ، نه دا چې هغوی د تېروتنې په خاطر یې ورټئ، باید خپلو کارمندانو ته د زده کړې فرصت ورکړئ، ترڅو د ټیم لپاره مو ښه او غوره غړي شي، په یاد مو وي، ښایي تاسو ښه مدیر وئ، خو تل کولای شئ په غوره مدیر باندې بدل شئ.
۶ ـــ ماتې د یوه واقعیت په توګه ومنئ
ټولو کاروبارونو یو وخت ماتې خوړلې ده، د دې پرځای چې تل د نورو د ماتو په لټه کې واوسئ، د خپلې زده کړې او پرمختګ لپاره د هغوی له تجربو څخه ګټه واخلئ، یوازې د دې لپاره، چې ماتې خوړونکي کاروبارونه مو ډېر لیدلي دي. خپل نظرونه (آیډیاوې) مه خوشې کوئ.
۷ ـــ د بدلون په دوران کې، د افرادو مدیریت تر ټولو سخت کار دی
د فردي او چاپېریالیزو بدلونونو پر مهال، کارمندان مو ډېر سخت دوران تېروي، باید زغم ولرئ او په یاد مو پاتې شي، چې کاروبار مو هڅې او صبر او زغم ته اړتیا لري. تل نرم او انعطام منونکی واوسئ، خو هر څه هم مه منئ. د دې مواردو ترمنځ د توازن رامنځته کول، تر ټولو سخت کار دی، چې تر دې دمه مو لرلی دی.
۸ ـــ ستر کب په کوچني حوض کې بریا ته د رسېدو لپاره ډېر چانس لري
که په کافي اندازه ځواک ونه لرئ، نه شئ کولای، چې ښه مدیر واوسئ، نو هېڅکله د هغې ډلې رهبري، چې د مدیریت کولو وړتیا یې نه لرئ، پر غاړه مه اخلئ او تل خپل ا قتدار نورو ته په درناوي کولو سره خوندي کړئ.
۹ ـــ په یوه برخه کې ښه شئ او وروسته د خپلو وړتیاوو په ډېرښت پسې لاړ شئ
ښه ده، چې په یوه څیز کې تر ټولو غوره واوسئ یا په نورو برخو کې له ځانه منځنۍ کړنې ښکاره کړئ؟ نو په بشپړه توګه غوره ګڼئ، چې په یوه څیز کې تر ټولو ښه شئ. کله چې خپل کاروبار مو تازه په لاره اچولی دی، نو هڅه وکړئ، چې کاروبار مو په یوه ځانګړې برخه کې ډېر ښه وي، وروسته تر دې، چې په هغې برخه کې مو ښې کړنې ولرلې، نو کولای شئ، چې نورو برخو ته ننوځئ.
۱۰ ـــ په ملي کچه د بریا لپاره، یو ښه ټیم جوړ کړئ
په ملي کچه سیالي او رقابت ډېر پراخ دی او لوړو مهارتونو او استعدادونو ته اړتیا لري. ښایي په خپل ښار کې د یوې ډلې پر وړاندې ښې کړنې ولرئ، خو په ملي کچه له بریا څخه به بې برخې پاتې شئ، نو لږ انرژي مصرف کړئ او یوه ښه ډله جوړه کړئ، چې په هغې کې بېلابېل استعدادونه، وړتیاوې او لېوالتیاوې شتون لري او یوه ګډه موخه څارل کېږي.
۱۱ ـــ له هغو افرادو او کارونو څخه، چې ستاسو د ودې مخه نیسي، لرې شئ
تل باید هغه افراد او پروژې، چې د کاروبار مخه مو نیسي، خوشې کړئ. که له ډلې څخه د یوه غړي وړتیا مناسبه نه ده او نه شئ کولای، چې لوړتیا ورکړئ، نو اجازه ورکړئ، چې له ډلې څخه مو بهر شي، دغه راز هغه فعالیتونه، چې د کاروبار لپاره مو مناسب نه دي، پرېږدئ.
۱۲ ـــ متواضع واوسئ
نباید د ځان غوښتنې او رهبرۍ ترمنځ په توپیر کې تېروتنه وکړئ. د بریا لپاره خاکساري اړینه ده، نو تواضع او خاکساري ولرئ او هغه مدیر واوسئ، چې د ډلې غړي په ډېرې مینې، لوالتیاوې او خوښۍ سره، یې خبرې منې او اطاعت ترې کوي.
۱۳ ـــ د نورو د اعتماد د ترلاسه کولو لپاره هڅې وکړئ
هغه څوک، چې یوازې د خپل کاري مېز تر شا کېني او امرونه وکړي، یو بریالی او فوق العاده مدیر نه دی. یو ښه مدیر په کار کې ډوبېږي او خپل ذهن هوښیار ساتي. نو باید د خپلې ډلې تر ټولو هڅاند فرد واوسئ. کارمندانو ته دا ورښکاره کړئ، چې په سازمان کې مو کار څنګه دی او کولای شئ د خپلې ډلې له غړو سره ښه اړیکه ولرئ او په ګټور او بریالي رهبر باندې بدل شئ.
۱۴ ـــ د کار له پیل څخه مخکې، په اړه یې ښه فکر وکړئ
کله چې له چمتووالي او فکر کولو څخه پرته کار پیلوئ، د خپلې ډلې غړي هم په خپل ځان پسې را کاږئ. د لومړي ګام له پورته کولو څخه مخکې، په دې باندې ځان ډاډه کړئ، هغه کار نه پیلوئ، کوم چې د ترسره کولو وړتیا یې نه لرئ. په ډېر احتیاط سره کار وکړئ، ترڅو په راتلونکې کې، پښېمانه نه شئ.
۱۵ ـــ حریص مه اوسئ
ډېر زیات مدیران شته، چې د پیسو حرص د هغوی کنټرول په خپل لاس کې اخیستی دی، د پیسو، ځواک او سرچینو لپاره د خبرو کولو پرمهال حریص مه اوسئ. د یوه مسلکي فرد لپاره حریص اوسېدل ښه نه دي او کولای شي په اوږد مهال کې ستاسو کاروبار ته زیان واړوي. غوره ده، چې خپله پوهه او تجربې له نورو سره شریکې کړئ او له هغو څیزونو څخه، چې په خپل واک کې یې لرئ، له نورو سره د غوره اړیکې د ټینګښت لپاره، ګټه واخلئ.
۱۶ ـــ مه پرېږدئ، چې کوم څوک مو د ماتې لامل شي
په خپله باید د خپلو کارونو د بریا او ناکامۍ مسؤولیت پر غاړه واخلئ. که غواړئ، چې ماتې وخورئ، نو غوره ده، چې په خپل تصمیم سره ماتې وخورئ. د خپلو کارونو په اړه ځواب ویونکی واوسئ او هېڅکله د خپلې ماتې لپاره نور مه رټئ.
۱۷ ـــ دوه اړخیزه اړیکه ټینګه کړئ
که کوم څوک له تاسو سره مرسته کوي او پر وړاندې یې هېڅ غوښتنه نه لري، نو له هغه سره اړیکه مه پرې کوئ او خپله دوه اړخیزه اړیکه وساتئ؛ ځکه په پرېکنده ډول تاسو هغه کس یاست، چې کولای شئ هغه ته ګټه ور ورسوئ. که له هغه سره د اړیکې پرېکون ستاسو او د کاروبار په ګټه مو وي، نو له دې چارې څخه وېره مه لرئ.
۱۸ ـــ په فرد پورې منحصر مدیر واوسئ
د رهبرۍ او مدیریت ډول (سبک) د سازمان، ډلې او موخو په اندازې پورې تړاو لري. که یو مدیر په توپيري تګلارې سره، تاسو رهبري کوي، خواشینی کېږئ مه، ځکه هرومرو ستاسو کاري شرایط له هغه سره توپیر لري.
۱۹ ـــ د لید ښه والی او شریکول مو ډېر مهم دي
د شرکت له ودې سره مو باید لید هم وده وکړي. تاسو او ډله مو هغو کوچنیو موخو ته، چې رسېدلي یاست، پرې مه راضي کېږئ، اجازه ورکړئ، چې لید مو ښه شي او هغه له ځانګړو کسانو سره شریک کړئ.
۲۰ ـــ د مثبت لید لرونکی واوسئ
په هر کاروبار کې ډېرې زیاتې سختۍ او ننګونې شتون لري. هېڅوک له بد اخلاقه او د تریو تندي لرونکي مدیر څخه پیروي نه کوي، نو په خپله مخه کې پرتو خنډونو ته په نه پام سره، د مثبت فکر لرونکی واوسئ او تل مُسکا وکړئ.