څنګه د خپلې فېسبوکپاڼې فالورز ډېرولای شو؟

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته

نننۍ نړۍ د رسنيو، خصوصاً د ټولنيزو رسنيو نړۍ ده.‌ هرڅوک غواړي په ټولنيزو رسنيو کې فعال و اوسي او د خلکو پاملرنه راجلب کړي. هره ډول بنسټ، اداره يا کار او بار چې څوک پيلوي، نو رسنۍ او په ځانګړي ډول ټولنيزې رسنۍ يې د کاري پلان اساسي برخه جوړوي.
هر شخص او هره اداره په پيل کې د دې په هڅو کې وي چې څنګه وشي کولی د خپلو ټولنيزو رسنيو او په ځانګړي ډول د فېسبوکپاڼې لايکونه او فالورز ډېر کړي.‌ په همدې هکله په يوټيوب چينل کې بې شمېره لارښودي ويډیوګانې جوړې شوې دي،‌ د همدې برخې متخصصينو ډول ډول مقالې ليکلي او حتی په هکله يې کتابونه هم ليکل شوي دي.
زه به تاسې سره دلته د دې موضوع په هکله څو لنډې لارښوونې او خپل تجربې شريکې کړم چې په عملي کولو سره يې کولی شئ په اسانۍ سره او په کمه موده کې د خپلې فېسبوکپاڼې فالورز ډېر کړئ:
۱- د خپلې فيسبوکپاڼې لپاره اعلانات وکړئ؛‌
۲- خلک وهڅوئ او بلنه ورکړئ چې پاڼه لايک کړي؛
۳- داسې مطالب جوړ کړئ چې د خلکو د پاملرنې وړ وي او خوښ يې کړي؛
۴- د فېسبوکپاڼې ان باکس ته راغلي پيغامونه ژر ژر ځواب کړئ؛
۵- د کاپي رايټ اصولو ته ژمن و اوسئ؛
۶- هڅه وکړئ چې پر فېسبوکپاڼه باندې لایو خپرونې ولرئ؛
۷- د نفوذ لرونکو کسانو سره همکاري او پارټینرشيپ وکړئ؛‌
۸- نورې پاڼې او اشخاص په خپلو مطالبو کې ټېګ کړئ او همدارنګه هڅه وکړي چې نورې پاڼې او خلک تاسې په خپلو مطالبو کې ټېګ کړي؛‌
۹- د خپلو فعاليتونو د پوسټ لپاره اتوماتیک سيستمونه وکاروئ؛‌
۱۰- د خپلې فېسبوکپاڼې د خپرونو د څرنګوالي په اړه له خلکو پوښتنې وکړئ؛
۱۱- په خپل وېبسايټ کې د خپلو ټولنیزو رسنيو لينکونه اضافه کړئ؛
۱۲- هڅه وکړئ چې خپرونې مو يو اړخيزې نه وي او ډول ډول مطالب خپاره کړئ؛
۱۳- د مناسبتي ورځو لپاره ځانګړي نشرات ولرئ؛
۱۴- د خپلې ټولنې د غوښتنې مطابق مطالب خپاره کړئ؛
۱۵- هشټګونه وکاروئ؛
۱۶- د خپلې فېسبوکپاڼې د لايکونو لپاره خلکو ته ځينې ډالۍ په پام کې ونيسئ؛
۱۷- د فېسبوکپاڼې نوم او يوزز نوم مو بايد جذاب او زړه راښکونکی وي؛
۱۸- معياري او کره انځورونه او ويډیوګانې خپرې کړئ؛
۱۹- د خلکو په ژبه مطالب خپاره کړئ؛‌
۲۰- مطالب مو بايد په زړه‌پورې او معلوماتي وي.‌

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.