سپورټ یاران
د افغانستان کرکټ بورډ په خپله ټوېټر پاڼه په یو ټویټ کې لیکلي، چې قېس احمد د اګسټ په ۱۵ مه نېټه شل کلن شو.
د هغه په اړه یې دا هم لیکلي، چې نوموړی په ۲۰۱۸م نړیوال پنځوس اوریزجام کې، چې په نیوزیلېنډ کې ترسره شو، د زیاتو وېکټو اخېستونکو توپ اچوونکو په نوملړ کې شامل دی.
۲۰۱۸ م کال د ۱۹ کلنو نړیوال پنځوس اوریز جام او قېس احمد
افغان کرکټ لوبډلې چې په ۲۰۱۸ کال کې د ۱۹ کلنو په نړیوال جام کې ګډون وکړ، ډېر برجسته لوبغاړي ورسره مل وو.
هغه وخت ابراهیم ځدران، رحمان الله ګربز، نوین الحق، مجیب الرحمن او قېس احمد هغه لوبغاړي وو چې حساب پرې کېده.
قېس احمد په دغو لوبو کې د له لسو څخه د زیاتو لوبډلو په لوبغاړو کې یواځینی توپ اچوونکی وو، چې ځان د مخکښو وېکټو اخېستونکو په قطار کې راوست.
هغه د نړیوال جام ترنیمه پایلوبې ولوبېده او په ټولو لوبو کې یې د افغانستان په ملاتړ ۱۴ وېکټې واخېستې.
په نیمه پایلوبه کې افغانستان له اسټرالیا څخه ماته وخوړه او څلورم مقام افغان لوبډلې ترلاسه کړ.
په دغو لوبو کې هندوستانی انوکول رای هغه لوبغاړی و، چې ۱۴ وېکټې یې اخېستی وې او د زیاتو وېکټو اخیستونکو توپ اچوونکو کې له قېس احمد سره په نوملړ کې شریک و.
د کاناډا لوبغاړي فېصل جمرکندي بل هغه توپ اچوونکی و، چې ۲۰۱۸ کال نولس کلنو نړیوال پنځوس اوریزجام کې یې ۱۴ وېکټې اخېستې وې.
قېس احمد اوس هم د نړۍ په کچه یو مطرح لېګ برېک بالر دی، چې د اسټرالیا په بېګ باش لیګ، د ویسټ انډیز په سي پي اېل لیګ، د انګلستان په بلاسټ سیالیو لیګ، د عربو په لس اوریزلیګ او د افغانستان په شپږیزه لیګ کې په خورا دلچسپۍ سره اخېستل کېږي.
خو سږ کال د ویزې د ستونزې له امله د سي پي اېل سیالیو څخه پاتې کېدونکی دی.