بابراعظم باید په آی پي اېل کې وي

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري
سپورټ یاران

د پاکستاني مخکښ توپوهونکي بابراعظم په اړه نوې څرګندونې د انګلستان کرکټ لوبډلې پخواني لوبغاړي او اوسني کرکټ مبصر ناصرحُسېن کړي دي.
هغه ویلي چې بابراعظم یو وړ کرکټ لوبغاړی دی او باید اوس آی پي اېل کې وای.
د پاکستان کرکټ لوبغاړو ته د هندوستان او پاکستان ترمنځ د سیاسي کړکېچ له امله د لوبېدو اجازه نه ورکول کېږي.
۲۰۰۸ کال کې چې د یاد لیګ لومړی پړاو و، پکې پاکستاني کرکټ لوبغاړي لوبېدلي وو.
ناصرحسین ویلي؛ دی نه غواړي چې د هندوستان او پاکستان ترمنځ سیاسي مسئلو ته ورداخل شي، بلکې هغه غواړي چې دغه ځوان پاکستانی کرکټ لوبغاړی د نړۍ ستر سوداګریز کرکټ لیګ یعنې آی پي اېل کې وګوري.
بابراعظم اوسمهال په انګلستان کې دی او د یاد هېواد لوبډلې سره په ټېسټ لوبوکې ښکېل دی.
نوموړی څو میاشتې وړاندې د پاکستان کرکټ لوبډلې د یو ورځنیو او شل اوریزو لوبو لوبډلمشر هم ټاکل شوی دی.
بابر په شل اوریزو لوبو کې لومړی درجه توپوهونکی دی او د نړۍ نږدې ټولو مشهورو کرکټ لیګونو کې لوبېږي.
په شل اوریزو لوبوکې یې په هره سیالۍ کې اوسط منډې له ۵۰ بره دي، د انګلستان په سوداګریزو شل اوریزو لوبو کې یې ۵۷۸ منډې کړي او اوسط یې ۵۲ اعشاریه ۵ دي.
ګوزار کچ یا سټرایک رېټ یې ۱۵۰ ته رسېږي.
هغه یواځینی پاکستان توپوهونکی دی، چې د کرکټ په نړۍ کې له خارق العاده هندوستاني ویرات کولي او د نیوزیلېنډ له کېن ویلیمسن سره پرتله کېږي.
د نړۍ په لسو غوره توپوهونکو کې ویرات کولي، سټیف سمېت، جو روټ، کېن ویلیمسن، فاف ډوپلیسي او نورو په منځ کې بابراعظم هم له لوړ حېثیت څخه برخمن دی.
خو خپله بابراعظم ویلي چې ده ته لا ډېر نور کار پاتې دی؛ چې له ویرات کولي سره برابر شي.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.