لیکنه: محمدصابر حمیدي
د جرمني هیواد د فوټبال ملې لوبډلې او ارسنال کلب تکړه مسلمان لوبغاړي مسعود اوزیل په خپلو تازه څرګندونو کې ویلې، چې نړیوال باید پوه شي مسلمانان تر ټولو مهم دي.
هغه دا څرګندونې د ایغوري مسلمانانو په وړاندې د روان ظلم په مخالفت کي کړې.
مسعود اوزیل زیاته کړې، چي د ایغوري مسلمانانو په وړاندې روان ظلم ډېر ناراحته کړی او «د مسلمانانو ځانونه مهم دي» شعار د نړیوالو لپاره مهم یادوي.
مسعود اوزیل وویل:
«زما خبري د چین په وړاندې ندي، د هغو کسانو په وړاندې دي، چي د ایغوري مسلمانانو په وړاندې ظلم کوي او هیڅ څوک هتا اسلامي هیوادونه هم ورسره مرسته نه کوي. اې کاش لکه څنګه چې د امریکايي جورج فلوید تر وژل کېدو وروسته په نړیواله سطحه لاریونونه وشوه، په دې تړاو هم همداسي لاریونونه شوي وای. ارسنال لوبډله ډېر مسلمان لوبغاړي او مینوال لري او دا ډېره مهمه ده، چي نړۍ ووايي، مسلمانان هم مهم دي.»
اوېغوریان څوک دي؟
اوېغوریان لږکي قومي مسلمانان دي، چې د چین په شمال لوېديځ د شینجیانګ سیمه کې ژوند کوي. اټکل کېږي، چې نېږدې ۱۱ میلیونه مسلمانان په دې سیمه کې اوسېږي، چې د دې سیمې نیمایي نفوس جوړوي.
اوېغور مسلمانان سلګونه کلونه دي، چې دلته ژوند کوي او ترک ټبر پورې تړلې یوې لهجې باندې خبرې کوي. ګمان کېږي چې احتمالاً د دوی نیکونه د ترک ټاټوبي څخه د مرکزي آسیا، شمالي برخو ته راغلي اوسي.
ځینې اوېغوریان دا نه مني چې شینجیانګ- چې رسماً خپلواکه سیمه ده- د چین یوه برخه اوسي او داسې لاسوندونه/ شواهد وړاندې کوي، چې د دوی نیکونه د چینایي، هان او ټانګ سلطتنوتونو د استقرار څخه وړاندې په دې سیمه کې اوسېدل.
په دې اړه شواهد شته چې د چین حکومت، د ظالمانه تدابیرو په کارونې، د چین د مسلمان جمعیت د کمولو د کمپاین په اډانه کې، هڅه کوي چې د اوېغوریانو ترمنځ، تکثیر/ زېږد راکم کړي.
چینايي مفکر ادرین زنز په یو خپور شوي راپور کې وايي، چې چینایي چارواکي، اوېغور مېرمنې په زور شنډوي او یا هم د امېندوارۍ څخه د مخنیوي وسایل د هغوی په بدن کې ځای پرځای کوي او دا چاره په ټول شینجیانګ کې ترسره کېږي.
په یو څېړنیز راپور کې، چې په وروستیو کې د اسوشټېډ پرېس له خوا تر سره شو، موندل شوي، چې په دې ایالت کې ښځینه، د اومېندوارۍ د محدولو او بچو ته د لېوالتیا د کمولو لپاره، جریمه او ګواښل کېږي. دا راپور همدارنګه ښيي، چې چارواکي په زور مېرمنو ته د اومېنداورۍ ضد آلې (آو یو دي/ IUD) تطبیقوي، هغوی شنډوي او حتا اوېغور مېرمنې د ماشوم په سقط کولو اړ باسي.