پاکستانی فواد عالم؛ له ۱۱ کلونو راستنېدو وروسته په صفر وسوځېد

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره
لیکنه: محمدصابرحمیدی

د پاکستان د کرکټ ملې لوبډلې چپ لاستی توپوهونکی فوادعالم له ۱۱ کلونو وروسته په ټیسټ کرکټ کې پاکستانۍ لوبډلې ته راستون شوی وو، خو پرون پنجشنبه پرته له کومې منډې جوړولو په صفر وسوځېد.
فواد عالم په ۲۰۰۹م کال کې د پاکستانۍ لوبډلې سره یوځای خپله وروستۍ ټیسټ لوبه د نیوزیلینډ کرکټ ملې لوبډلې په وړاندې ترسره کړې وه، چې له هغه وروسته پاکستاني بورډ د انګلستان په وړاندې دریو ټیسټ لوبو ته واخیسته.
هغه د انګلستان په وړاندې لومړۍ ټیست لوبه کې نه وو اخیستل شوی، خو په دویمه لوبه کې د شاداب خان په ځای واخیستل شو او په صفر وسوځېد.

۳۴ کلن فواد عالم تر دې دمه ۳ ټیسټ، ۳۸ یو ورځنۍ، ۱۴۵ فرسټ کلاس او ۱۸۷ بیا لیست اې لوبې ترسره کړې دي.
ټیسټ لوبو کې یې ۲۵۰، یو ورځنیو لوبو کې یې ۹۶۶، فرسټ کلاس لوبو کې یې ۱۰۷۴۲ او لیست اې لوبو کې یې بیا ۶۱۲۶ منډې جوړې کړې دي.
هغه د پاکستان په کورنیو کرکټ سیالیو کې یو مخکښ توپوهونکی پيژندل شوی.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.