ژباړه؛ نجم الرحمن ناصري
افسردهګي بېلابېل ډولونه لري. تر ټولو زیاته یې بنسټیزه افسردهګي ده چې په دې افسردګۍ مبتلا کس کله ښاد او زړهخوښی وي او موقتاً فعاله کېږي. د بنسټیزې افسردهګۍ یو ډول د مالیخولیایي افسردهګي په نامه یادېږي چې په دې ډول کې ناروغ له هېڅ شي څخه د ښادۍ احساس نه کوي. د افسردهګۍ بل ډول،د روانپریش افسردهګي ده چې په دې افسردهګۍ کې ځان ته د زیان رسولو او ځانوژنې خطر موجود دی.
د دې افسردهګۍ ناروغان وهم لري او معمولاً تل غمجن وي. مثلاً ځان تل ګناکاره او نه بښل کېدونکي تصور کوي.
شاوخوا ۱۵٪ هغه ناروغان چې بنسټیزه افسردهګي لري، په روان پریش افسردهګي هم مبتلا کېږي.
بل ډول افسردهګي هم وجود لري چې د نامعمول افسردهګۍ په نامه یادېږي. د دې افسردهګي علایم د معمولي افسردهګۍ برعکس دي. ناروغان یې ډېر خوري، ډېر ویده کېږي، په ډېر سرعت یې وزن زیاتېږي. دا ډول افسردهګي د بلوغ له دوران څخه پیل کېږي.
د افسردهګۍ علایم کوم دي؟
افسردهګي په پوره ټوګه په ټولو کسانو يو ډول تأثیر نه لري، او له یو تعداد خاصو علایمو سره اړیکه لري. ځینې د افسردهګي ناروغان ډېر علایم لري، په داسې حال کې چې ځینې نور یوازې څو نښې ښکاروي. که تقریباً هره ورځ، د دوو اوونیو او یا هم زیات وخت لپاره، لږ تر لږه لاندني ځینې علایم مو تجربه کړي وي، امکان لري چې افسردهګي سره مخ واوسئ.
- د ستړیتوب احساس یا دوامداره ستړیتوب؛
-
اوښکې تویول او ژړل؛
-
د تحریک احساس، اضطراب، ناهیلیتوب او غوسه؛
-
د ناهیليتوب احساس، بې ارزشي، ګناهکاري؛
-
پر نفس د اعتماد کمښت؛
-
ستړیتوب او د انرژي کمښت؛
-
اشتها او د ډوډۍ په عاداتو کې بدلون، له معمولي حد څخه ډېر او یا هم کم خوراک؛
-
د وزن کمښت او یا ډېرېدل؛
-
په تمرکز کې ناتواني د جزئیاتو یاد آوري او تصمیم نیول؛
-
د خوب اختلالات لکه له معمول حد څخه ډېر خوب، له خوب څخه پاڅېدل په ناڅاپي ډول او یا هم بې خوابي؛
-
د علاقه له لاسه ورکول د هغو سرګرمیو په مقابل کې چې یو وخت کې په زړه پوري ول او لذت یې درلود؛
-
د وجود ناڅاپي درد، درد، سر درد، ګوارشي ستونزې چې حتا د درملو په کارولو هم نور جوړې نشي؛
-
د مرګ او ځانوژنې افکار؛
-
په فکر کولو، غږېدلو او حرکت کولو کې لټي او یا هم ځنډ؛
-
د تصمیم په نیولو کې ناتواني؛
-
د جنسي میل کمښت؛
-
له بې احترامۍ څخه ډک رفتار؛
-
د مخدره موادو مصرف.
هغه ناروغان چې شدیداً افسردهګي لري، امکان لري داسې څه وویني او واوري چې په اصل کې هېڅ وجود نه لري. نامنطقي توهمات او باطله خیالات هم کېدای شي منځته راشي.