سپورټ یاران
د کرکټ لوبو لپاره چمتووالی یوه مهمه برخه ده
په ژوند کې د هر ډول کار لپاره خواري او هڅه هغه څه دي، چې خلک بریالي کولای شي.
د ورزشونو په منځ کې کرکټ لوبه هم له ستر شهرت څخه برخمنه ده، کله چې یو لوبغاړی ښه کارکرده ګي کوي، نو د خلک په منځ کې ډېر مشهورېږي.
چې دا شهرت هغه شخصیت او هېواد ته یې ویاړ ورکوي.
د کرکټ لوبو لپاره چمتووالی ډېر مهم دی، لوبغاړي باید لومړی ذهني اماده ګي ولري، د هغوی د ذهن تمرکز باید ټول په لوبه راوڅرخي.
له ذهني توازن وروسته په لوبغالي فزیکي شتون او روغتیا ډېره مهمه ده، کوم لوبغاړی چې په فزیکي لحاظ ښه فېټ وي او خپل تکړښت ته یې کار کړی وي، نو په لوبغالي کې چوست و چالاک وي او پایله یې مثبته وي.
د نړۍ ټول کرکټ لوبغاړي مخکې له دې چې لوبو ته ولاړ شي او عملاً لوبغالي ته ښکته شي، سخت تمرینات کوي.
په تمریناتو کې شاملې برخې
جیم کول، لوبغاړي کلبونو ته ځي او هلته د اوسپنو په پورته کولو او نورو حرکتونو سره خپل وجود محرک او تازه کوي.
فوټبال کول؛ د کرکټ لوبې ته د چمتووالي په لړ کې فوټبال کول مهمه برخه ده، ځکه دې کې د پښې حرکات او منډه وهل ازمایل کېږي.
په فوټبال کې نسبت نورو لوبو ته منډه وهل زیات وي او دا چې کرکټ کې هم منډو وهلو ته اړتیا ده، نو لوبغاړي باید فوټبال وکړي؛ ترڅو خپل تکړښت یقیني کړي.
سپرېنټونه یا سینه کشي کول؛ د کرکټ د تمریناتو برخه کې سپرېنټونه هم شامل دي.
د لاسونو حرکتونه، د ملا حرکت، د وجود غړو حرکتونه، د سر حرکت او نورې برخې د تمریناتو اړینې برخې دي.
د پنجاب کرکټ لوبډله او د مجیب الرحمن د فوټبال شاټ انځور
پنجاب لوبډلې په خپله فېسبوکپاڼه لیکلي چې مجیب الرحمن، کی اېل راهول او میانک اګروال بېرته لوبو ته.
د دوی مطلب دا دی چې کابو میاشت وروسته د آی پي اېل لوبې په دوبۍ کې پېلېږي او ټول لوبغاړي به خپلو کې سره وګوري.
په دغه انځور کې مجیب الرحمن ښکاري چې د فوټبال توپ په لغته وهي او خپل تمرینات کوي، دا انځور د ۲۰۱۹ آی پي اېل لوبو دی.
ورسره کی اېل راهول هم لیدل کېږي، چې تمرینات کوي.
دوی به د سپټمبر میاشت لومړیو کې دوبۍ ته ځي او هلته به د آی پي اېل لوبو لپاره چمتووالی جاري کړي.