د هندوستان د پریمیرلیګ سیالیو ۱۳مه سیالۍ کې کلکته نایټ رايډرز لوبډلې د ډیلي ډریډویلز لوبډله ماته کړه.
سیالۍ د کلکتي په کورني لوبغالي کې وشوه چې د کلکتي لوبغاړي د زیات شمېر مینوالو له لوري تشویقیدل.
د ای پي ایل سیالیو په لومړیو کې هر هغه لوبډله چې دویمه توپ وهنه به يې کوله کامیابۍ ته رسیدله، خو دا ځل له چینایې سپور کینګ وروسته ډیلي لوبډلې هم ونشو کولي د کلکتي لوبډلې ورکړل شوي هدف پوره کړي.
په دغه لوبه کې لومړۍ توپ وهنه د نایټ رایډرز لوبډلې وکړه.
که څه پیل یې ډېر ښه نه او لومړی اور پرته له کومې منډې وشوې وروسته بیا د دغه لوبډلې لوبغاړي هم وسوځېدل، خو د ځوان نتیش رانا ۵۹ منډو په مټ کلکتي لوبډلې د ډيلي ډریډویلز لوبډلې ته د ۲۰۱ منډو هدف ورکړ.
نتیش رانا چپ لاسی توپ وهونکی دی چې ویې کولی شو، د ۳۵ توپونو په لوبولو سره د ۵ څلوریزو او ۴ شپږېزو پر مټ يې ۵۹ منډې جوړې کړې.
اسټرلیاوي کریس لین ۳۱، هندی روبین اتپا ۳۵ او ویسټ انډیزي انډري رسل تیزي ۴۱ منډې وکړي.
رسل تېزه توپ وهنه وکړه او په ۴۱ منډو کې یې ۶ شپږيزې ووهلي، خو څلوریزه یې نه لرله، نوموړي دغه ۴۱ منډې یوازې په ۱۲ توپونو تر سره کړي او ویې کولی شول چې د ډیلي لوبډلې پر وړاندې د کلکتي هدف لوړ کړي.
توپ اچوونه کې هندوستانی ټوایټیا تر نورو ښه وځلېده او په درې اورونو کې یې د کلکتي ۳ لوبغاړي وسوځول، خو محمد شامي بیا په ۴ اورونو کې د یوې ویکټي په اخیستو سره ۵۳ منډې کلکتي لوبډلې ته وبخښلې.
په مقابل کې د ډیلي ډریډویلز لوبډلې ونشو کولی ورکړل شوی هدف پوره کړي او ټوله لوبډله یې مخکې له دې چې شل اورونه ولوبوي په ۱۲۹ منډو وسوځېده.
که څه هم اسټرلیاوي ګلین مکسویل او هندي ریشب پانت د توپ وهنې ښه مقابله وکړه، خو خپله لوبډله یې بریا ته ونشوه رسولی.
مکسویل ۴۷ منډې وکړي او وسوځېد او پانت بیا په ۴۱ منډو خپله ویکټ له لاسه ورکړه.
د ډیلي ډریډویلز بل هیڅ لوبغاړي په دغه لوبه کې تر ۱۰ زیاتې منډې نه دي تر سره کړي.
د کلکتي له خوا کولدیوو یادوو او کورن دواړو دوه ـ دوه لوبغاړي وسوځول.
دغه سیالۍ په ۷۱ منډو د کلکتي لوبډلې وګټله.
د ای پي ایل په سیالیو کې تر اوسه سنرایزر حیدراباد لوبډله مخکښه ده، په درې سیالیو کې درې واړه ګټلي دي.
کلکته نایټ رایډرز بیا دویم مقام لري څلور سیالۍ یې کړي، دوه یې ګټلي او دوه یې بایللي دي.
کینګزایلیون پنجاب لوبډله تر دې مهال په درېیم مقام ځای لري، چینایې سوپر کینک لوبډله په څلورم مقام ځای لري، راجستان رویلز لوبډله بیا په پنځم مقام کې ده.
دغه درې واړو لوبډلو په درې سیالیو کې دوه ګټلي او یوه ـ یوه یې بایللې.
رویل چلینجرز بنګلور لوبډله په دغه جدول کې تر اوسه شپږمه ده چې په درېیو سیالیو کې یې یوه ګټلي او دوه یې بایللي، ډیلي ډریډویلز لوبډلې بیا څلور سیالۍ تر اوسه کړي او یوازې یوه یې ګټلې ده تر اوسه اوم مقام کې ده.
په اوس وخت کې د هندوستان د پریمیرلیک مخکښه لوبډله ممبایې انډينز لوبډله تر ټولو وروسته ده او په درې سیالیو کې درې واړه بایللي دي، خو مینوال یې په تمه دي چې دغه لوبډله به یو ځل بیا د تېر په څېر ښه بیرته راتګ وکړي او د دغه لیګ وروستیو پړاوو ته به ورسیږي.