د هندوستان او انګلستان ترمنځ د کرکت سیالۍ وځنډول شوې

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک
لیکنه: محمدنسیم حمیدي

ټاکل شوې وه انګلستانۍ لوبډله هند هیواد ته د دریو شل اوریزه او دریو بیا یو ورځنیو سیالیو لپاره سفر کړی وای، خو یادې لوبې د کورونا ویروس له امله راتلونکې ۲۰۲۱م کال ته وځنډول شوې.
د هند کرکټ بورډ تاییده کړه، چې د انګلستان او هندوستان ترمنځ به دوه اړخیز سیریز د ۲۰۲۰م پر ځا په ۲۰۲۱م کې ترسره شي.
په همدې ترتیب به انګلستان لوبډله د ۲۰۲۱م د جنورۍ میاشت په ورستیو کې هند هیواد ته سفر وکړي، چې د دواړو بورډونو لخوا په ټاکل شوي مهالویش کې د شل اوریزه او یو ورځنیو لوبو د ترڅنګ د پنځو ټیسټ لوبو په کولو هم موافقه شوې.

د انګلستان کرکټ بورډ اجراییوي رییس ټام هیرسن ویلې انګلستان او هندوستان د نړۍ دوه پیاوړي ټیمونه دي او د دوی سیالۍ به جلا خوند ولري.
ټام هیرسن وايي، مونږ د هند کرکټ بورډ څخه غوښتنه وکړه، چې دې سیاليو ته پوره پاملرنه وکړي، ځکه دغه سیالۍ د دواړو هیوادونو لپاره دېرې مهمې دي.
د هیرسن په ځواب کې د هند کرکټ بورډ یوه غړي جي‌شاه ویلي، موږ هڅه کوو دواړه په ګډه دې سیالیو ته ښه چمتوالی ونیسو او ژر تر ژره ورته وروستۍ نېټه اعلان کړو.

یادې لوبې وروسته له هغه ځنډیږي، چې د هند IPL سیالۍ په رسمي توګه په متحده عربي اماراتو کې ومنل شوې. تیره یکشنبه د هند حکومت په رسمې توګه د IPL سیالیو ته اجازه ورکړه، چې د متحده عربي اماراتو په کوربتوب دي ترسره شي.
اوس ددې لیګ ۱۳م پړاو په رسمې ډول د روان کال سیپټمبر میاشتې په ۱۹مه نېټه متحده عربي اماراتو کې پیلیږي او د نوومبر میاشتې په ۱۰مه نېټه به پای ته ورسیږي.

د هند کرکټ بورډ ویلې، چې ددې لیګ لوبې به د ماښام په ۷:۳۰ بجو پيل شي.
په متحده عربي اماراتو کې د آی پي ایل ترسره کېدل کومه نوې خبره نده، بکلې تر دې مخکې په ۲۰۱۴م کې هم یو ځلې دا لیګ په متحده عربي اماراتو کې ترسره شوی او ددې ترڅنګ په ۲۰۰۹م کې بیا دا لیګ په هند کې د ټاکنو له امله په سویلي افریقا کې ترسره شو.