خبر: بشر درویش
د لوګر ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په دې ولایت کې د زردالو د حاصلاتو له زیاتوالي خبر ورکوي او وایي، یوازې ددې ولایت د څرخ ولسوالۍ د زردالو سږنۍ حاصلات دوه زره او ۵۰۰ ټنه ده، چې عواید یې ۵۰ میلیونه افغانیو ته رسیږي.
د لوګر د کرنې ریاست وایي، چې په دې ولایت کې د کرنې وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژې «NHLP» له خوا د نورو مېوو ترڅنګ د زردالو عصري بڼونه هم جوړ شوي دي، چې موخه یې د زردالو عصري بڼونو دودول دي.
د کرنې وزارت یوه خبرپاڼه کې لیکلي: ددې وزارت له چوپړونو څخه د لوګر ولایت برخمن شوي بڼوال وایي، چې د کرنې وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژې له خوا بزګرانو او بڼوالو سره همکارۍ او دوی ته روزنه ورکول د بڼوال د محصولاتو په زیاتوالي کې اغېزناک دي او د کرنې وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژې له خوا روزنې او تخنیکي سلا مشورې د دوی د بڼونو د حاصلاتو د زیاتوالی لامل شوي دي.
د لوګر ولایت د کرنې ریاست د معلومات له مخې دمګړۍ په دې ولایت کې د زردالو ډېر بڼونه جوړشوي دي او ډېر شمېر بزګران د زردالو په پالنه بوخت دي. د لوګر ولایت د زردالو محصولات ددې ولایت د کورني اړتیا پوره کولو ترڅنګ ګاونډیو ولایتونو ته هم صادریږي.