لیکنه: پوهنیار نصیب الله ذکي
نوښت او خلاقیت یوه داسې وړتیا ده، چې په ټولو انسانانو کې شته، خو پالنې او هڅونې ته اړتیا لري. نوښتګر یا خلاق هغه انسان دی، چې پلټونکی او پنځوونکی ذهن ولري. په لنډه توګه نوښت په دې ډول تعریفولای شو:
نوښت د یوه فرد د ټولو هغو کړنو او ذهني وړتیاو څخه عبارت دی، چې په پایله کې یې تولیدونه او نوی شی رامنځته کېږي. کورنۍ په ماشومانو کې د نوښت یا خلاقیت د ودې لپاره تر ټولو اغېزمن او مهم لامل ګڼل کېږي. لکه څرنګه چې پوهېږو زموږ ماشومان ډېری وخت په کورنۍ کې تېروي، نو د همدې لپاره د نوښت د رابرسېره کولو اصلي ځای همدا کورنۍ ده، ځکه همدا کورنۍ ده چې د ماشومانو د نوښت او خلاقیت په ځواکمنولو او پرځولو کې یې اغېزمنه ونډه لرلې ده.
د مور او پلار او ماشوم ترمنځ مینهناکې اړیکې د نوښتیز ځواک د رابرسېره کولو لپاره ښه زمینه جوړوي. همدارنګه د ماشوم ډېرو وړو وړو خبرو او حرکتونو ته پام هم کولای شي، چې د ماشوم د نوښتیز ځواک په غښتلتیا کې مرستندویه اوسي، هغه حرکتونه چې حتی کېدای شي د ماشوم د مور او پلار څخه هم پټ پاتې وي.
ډېری مهال لږ وخت او حوصلې ته اړتیا شته ده، چې په خپل ماشوم کې د خلاقیت او نوښت شاهد واوسو او تر ټولو غوره وخت یې هغه وخت دی، چې ماشوم لوبې کوي، نوښت د لوبو یو تر ټولو مهم لامل دی. ماشوم د لوبو پر مهال آزاد پرېږدئ او د هغه کارونو ته پام وکړئ ځکه نوښتګر ماشوم د خپلو لوبتوکو څخه په بېلابېلو لارو چارو ګټه اخلي او د هر لوبتوکې د کارونې لپاره بېله لار لټوي او مخکې تر دې، چې د لوبې بلې وسیلې یا توکي ته ورشي د هغه د کارولو لپاره فکر کوي او په نوې بڼه ورنه ګټه اخلي.
د نوښتګر ماشوم ځانګړنې
نوښتګر ماشومان تل په ښه ډول خبرې کوي، د یوې مسألې په اړه په ډېرو جزئیاتو خبرې کوي.
د اورېدو، لیدو او یا کوم کار ترسره کولو پر مهال ډېر دقیق وي.
د خپلو جسمي کارونو د ترسره کولو پر مهال ډېر شوخ او تقریباً غالمغالي وي.
د خپلو لوبو لپاره د بېلابېلو سرچینو د کارولو شوق لري.
خپل ځان ته نږدې ټولو شیانو ته په دقت ګوري او که خبرې کولای شي په اړه یې پوښتنې کوي.
د خپلو موندنو په اړه له نورو سره د خبرو اترو شوقي او لېوال وي.
د نویو لوبو د جوړولو یا په لوبو کې د بدلون وړتیا لري.
د کارونو د ترسره کولو لپاره ډېر زیات فکر کوي او تل مبتکر وي.
بېلابېلې او عجیبې پوښتنې کوي.
د ماشوم نوښتیز ځواک د له منځه تللو لاملونه
د ماشوم پر حافظې او ذکاوت د مور او پلار له حده ډېر ټینګار او تأکید.
د ماشومانو تر منځ د رقابت رامنځ ته کول.
د ماشوم پر جنسیت ډېر تأکید کول.
په کورنې کې د سختو او وچو قوانینو رامنځ ته کول.
د خلاقیت سره د مور او پلار نابلدتیا
د ماشوم پر کړنو ډېری وخت نیوکه او انتقاد کول.
د ماشوم د داخلي غوښتنو نه پېژندل.
د ماشوم د تخیلاتو او نظریاتو بې ځایه ګڼل.
د کور په چاپېریال کې د شوخ طبیعت نه لرل.
پر ماشوم د لویانو تحمیلول.
د ماشومانو نوښتیز ځواک د راسپړلو لارې چارې
هېڅکله باید ماشوم ونه رټل شي، هر ماشوم چې د حقارت احساس وکړي، هېڅکله هم خلاق نه وي.
د ماشومانو په واک کې باید ډېر وسایل او امکانات ورکړل شي، چې هغوی وکولای شي د هغو وسایلو له لارې خپل نوښت او خلاقیت راڅرګند کړي یا نورو ته وښيي؛ د بېلګې په توګه، د رسامۍ لپاره سپينې پاڼې او پنسل او داسې نور اړین توکي.
د ماشومانو نوښتیز کارونه باید وهڅول شي او هغوی باید نورو ته د نمونې په ډول یاد شي.
د ماشومانو د نوښتیزو چارو د ترسره کولو لپاره باید ورته مناسب چاپېریال برابر شي.
د یوه مشر په توګه تاسې هم د خلاقو چارو ترسره کوونکي واوسئ او هغوی پرېږدئ، چې ستاسې کارونه وګوري او ویې څاري.
په خپل کور کې د زده کړو لارو چارو ته تل پام کوئ.
د نورو نوښتیزو چارو ته ارزښت ورکوئ.
هغوی ته د لوبو او په کړنو کې د ونډې لوبولو لپاره امکان برابر کړئ.
که په کورنۍ کې ځینې ستونزې وي، هڅه وکړئ، چې ماشوم له هغو ستونزو لېرې وساتئ او کوښښ وکړئ، چې د هغو ستونزو څخه د ماشوم د روزنې په برخه کې داسې کار واخیستل شي، چې ماشوم یې په اړه خپل نظر ورکړي او د هغه د نوښت حس نور هم پیاوړی شي.
دا هم په پام کې ونیسئ، چې استعداد د نوښت یو تر ټولو وړوکی جز دی او تمرین او تکرار هغه ته نور هم ډېرښت ورکوي او له ماشوم نه نوښتګر ماشوم جوړوي.
له خپل ماشوم سره شوخ طبع او مهربان اوسئ.