هغه نړیوال توپوهونکي چې تر ټولو ډیر (رن اوټ) شوي؛ دا چې ولې؛ دلته یې لاملونه هم یاد شوي

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی

ليکنه: مدثر دعوت
‍دا به مو اورېدلي وي چې کرکټ د چانس لوبه ده؟
کله به يوه تکړه لوبډله په يوه لوبه کې نه ماتېدونکي ريکارډونه جوړوي، خو کله به بيا هماغه پياوړې لوبډله د يوې کمزورې لوبډلې ترفشار لاندې راځي او خپله اصلي موخه به له لاسته ورکوي.
ډېر ځلي به تاسو پیاوړي توپوهونکي ليدلي وي چې په ډېرې اسانۍ سره يې ویکيټ له لاسه ورکړې وي، هغه که بولډ وي، اېج، رن اوټ يا هم کېچ اوټ وي.
په ټيسټ کرکټ کې د رن اوټ امکان ډېر کم راځي ځکه هلته په ډېره سړه سينه لوبه ترسره کيږي، خوپه يو ورځنيو او شل اووريزو لوبو کې دا ډول اوټونه ډېر ليدل کېږي.
ځيني کرکټران ډېر تېز وي او د هغوی د رن اوټ چانس ډېر کم وي، خو کله چې د يو سست توپوهونکي سره يوځای کيږي پر دوی يې هم اثر لويږي.
ځيني وختونه داسې راځي چې د نه همغږۍ له کبله لوبغاړي رن اوټ شي او ځيني يې بيا د خپل وزن له امله نشي کولی ځان په اسانۍ سره کريس ته ورسوي چې له امله يې رن اوټ کيږي.
خو تر اوسه خبرياست چې کوم کرکټران تر ټولو ډېر په ځغاسته يا رن کې سوځېدلي دي؟ که ځواب مو هو وي یا نه، نو دغه ليکنه یې درته وایو:
۱ـ مروان اټاپاډو ۴۱ ځلي

مروان پدې خاطر د يو ورځنيو لوبو څخه ليري کړای شو چې دی به هر وخت رن اوټ کېده.
د سريلانکا پخوانی لوبډلمشر او اوپنر توپوهونکی مروان د خپلې لوبډلې يو له غوره کرکټرانو څخه وو.
مروان په ۲۶۸ يو ورځنيو لوبو کي ۴۱ ځلي تربل هر توپوهونکي ډېر رن اوټ شوی دی.
ده په ډېر لوړ انداز سره لوبه ترسره کوله، خو بخت او لږه سستي يې ددې لامل وه چې دنوملړ په سر کي ځان راولي او دده د رن اوټ فيصدي ۱۶ ده.
۲ـ انظمام الحق ۴۰ ځلي

انظمام الحق د پاکستان يو غوره توپوهونکی وو، په زړه پوري لوبه يې ترسره کوله، خو د ډېر غټ جسامت درلودونکی وو او څو کلونه وړاندې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې روزونکی هم وو.
انظمام الحق د ۱۹۹۱ز کال څخه تر ۲۰۰۷ز کال پورې د خپل ۱۶ کلن مسلک په ۳۷۸ يو ورځنيو لوبو کې ۴۰ ځلې په صفر سوځېدلی دی.
د انظمام غټ اندامونه او لوړ شاټونه سات تېري کوونکي ول، خو دده ۴۰ ځلې په ځغاسته کي سوځېدل ځکه حېرانوونکي ندي چې دده جسامت غټ وو او د ځغاستي سره ډېر نه وو جوړ، خو بيا هم ده ښې منډې ترسره کولې.
دده د رن اوټ فيصدي ۱۱.۴۳ ده.
۳ـ راهول ډراويډ ۴۰ ځلي

پدې شايد ډېر پوهېږي چې راهول د ټيسټ لوبو ډېر پياوړی توپوهونکی وو، خو پدې شايد نه ياست خبر چي راهول په ۳۴۴ يو ورځونيو لوبو کي ۴۰ ځلي رن اوټ شوی دی.
راهول ډراويډ د ۱۹۹۶ز کال څخه تر ۲۰۱۱ز کال پوري په خپل ۱۵ کلن مسلک کي ۱۰۸۸۹ منډې ترسره کړيدي.
دده د ډېر رن اوټ لوی لامل دا وو چې تېزه لوبه يې ترسره کوله، خو کله چي به يې په خطرناک حالت کې د منډې هڅه کوله نو اکثريت وخت به سوځېده.
۴ـ ماهيلا جوردني ۳۹ ځلي

د سريلانکا غوره کرکټر ماهيلا جوردني په نړۍ کي يو له ډېرو مينوالو درلودونکو څخه دی.
خو دی هم په هغه نوملړ کې راځي چې ډير ځلي رن اوټ شوی دی.
جوردني د ۱۹۹۸ز کال څخه تر ۲۰۱۵ز کال پورې په خپل ۱۷ کلن مسلک کې ۴۴۸ يو ورځنۍ لوبې ترسره کړيدي، خو په دې دومره ډېرو لوبو کې شايد دا ډېره حېرانوونکې خبره نه وي چي يو لوبغاړی دې پکښې ۳۹ ځلې په ځغاسته کي سوځېدلی وي.
د جوردني د رن اوټ فيصدي ۹.۳۳ ده.
جوردني په ځغاسته کې ډېر سست نه وو او نه هم داسې پېښ شوي چې د ټمبلۍ له کبله سوځېدلی وي، خو د ملګري سره نه همعږي يې ددې لامل شوې چې په يو ورځنيو لوبو کې ۳۹ ځلې رن اوټ شي.
۵ـ محمد يوسف ۳۸ ځلي

شايد پدې تر اوسه ډېری کسان نه پوهيږي چې د پاکستان پخوانی غوره کرکټر په پنځو هغه لوبغاړو کې راځي چې تر ټولو ډېر په ځغاسته کي سوځېدلي دي.
محمد يوسف په يو ورځنيو لوبو کې ۳۸ ځلې رن اوټ شوی دی.
محمد يوسف په ځغاسته کي ډېر تېز وو، خو بيا هم دده د رن اوټ فيصدي ډېره ده، چې دا دده ټمبلي وبولو که بدبختي؟
په هرصورت، ده اکثريت وخت ډېر غټ شاټونه ترسره کول، نو همدا سبب وو چې دده لپاره يوه منډه ډېر ځلې په سوځېدلو تمامېدله.
محمد يوسف په خپل ۱۲ کلن مسلک کي ۲۸۸ يو ورځنۍ لوبې ترسره کړيدي او د رن اوټ فيصدي يې ۱۳.۹۲ ده.