لیکنه: محمدصابر حمیدي
د اروپا د اتلانو فوټبال لیګ سیالۍ له ۱۴۹ ورځو وروسته نن جمعه یو ځلې بیا پيلیږي، چې په ترڅ کې به یې نن او سبا ۸ لوبډلې یو د بل په وړاندې د لوبې ډګر ته کښته شي.
ددې سیالیو په ترڅ کې نن ماخستن ۱۱:۳۰ بجې یوونټوس د لیون په وړاندې او ریال ماډریډ بیا د منچسټر سیټي په وړاندې په وړاندې لوبیږي.
سبا ماخستن پر عیني وخت بیا بارسلونا د ناپولي سره او بایرن مونیخ بیا د چلسي فوټبال لوبډلې سره لوبې لري.
دا چې دا سیالۍ د تګ او راتګ په ډول ترسره کیږي، نو دا لوبډلې یواري مخکې سره لوبېدلې، چې لیون ۱ ګول پر ۰ یوونټوس ته، منچسټر سیټي ۲ ګولونه پر ۱ ریال ماډریډ ته او بایرن مونیخ ۳ ګولونه پر ۰ چلسي ته ماته ورکړې، خو بارسلونا او ناپولي بیا لوبه ۱ ګول په مقابل کې د ۱ ګول په مساوي ډول پای ته رسولې.
ددې پړاو څخه څلورو لوبډلو کواټر پاینل ته لاره موندلې او څلور لوبډلې به نن او سبا یاد پړاو ته ځان ورسوي.