لیکنه: محمدنسیم حمیدي
افغان کرکټ بورډ وايي، چې ننګرهار کې د بهسودو کرکټ لوبغالي لپاره د رغونې قرارداد پرون پنجشنبه د بورډ سرپرست اجراییه رییس نظیم جار عبدالرحیمزي د یوې ناستې په ترڅ کې د بېلډټېک انجینرۍ او رغونې شرکت استازي خلیل ساپي سره لاسلیک کړ.
په دې ناسته کې نظیم جار عبدالرحیمزي زیاته کړه:
«د دغه لوبغالي په لومړي پړاو کې د لوبغالي د ډکون چارې شاملې دي چې اړوند شرکت به یې د نقشې ایستلو چارو له پای ته رسولو وروسته د درې میاشتو په موده کې بشپړ کړي او د ډکون چارې به یې پای مومي. همدارنګه باید وویل شي چې دویم پړاو چارې به یې هم ډېر ژر د تدارکاتي لړۍ له بشپړېدو وروسته پیل شي چې پکې د دېوال او لوبغالي د چمن او نورې اړوند کارونه شامل وي او دریم پړاو کې به یې هم تخنیکي کارونه بشپړ او بیا به د ګټې اخیستو لپاره وړاندې شي.»
ددې ترڅنګ د بېلډټېک انجینرۍ او رغونې شرکت استازي خلیل ساپي خوښي وښودله، چې د بهسودو کرکټ لوبغالي د ډکون چارو قرارداد دوی ته د ازادې تدارکاتي لړۍ په پایله کې ورکړل شو.
ساپي وویل، چې ددې لوبغالي د ډکون پروژه به په ښه ډول دریو میاشتو کې پلې کړي.
د ساپي په خبره، چې دا کار به په غوره کیفیت سره ترسره کړي.