ژباړه: عطا محمد میاخېل
د نړۍ ټول میلیونران ګډ ټکي لري، هغوی په ښه توګه د بریا په تګلارو باندې پوهېږي او په خپل ځان کې یې مثبت عادتونه رامنځته کړي دي، ښایي بریا یې له بېلابېلو سرچینو څخه ترلاسه شوې وي او دغه راز شتمني یې هم له بېلابېلو لارو څخه لاسته راغلې وي، خو ټول میلیونران په دې ځانګړتیا کې ګډ ټکي لري.
د دې لپاره چې یو خپله جوړ شوی میلیونر شئ او خپله شتمني په خپله لاسته راوړئ، ډېرې هڅې او پشتکار ته اړتیا لرئ؛ خو هر کس کولای شي، دې مقام ته ورسېږي. دا کسان د دوامداره هڅې ترڅنګ، د ځینو کلمو او اصطلاحګانو مانا په ښه توګه درک کوي او دې باور ته رسېدلي دي، چې د دې کلمو د واقعي مانا درک، د دوی په بریا کې اغېزناک رول لري.
د دې لیکنې په دوام په هغو پنځو کلمو باندې رڼا اچوو، چې خپله جوړ شوي میلیونران یې د بل هر فرد په پرتله مانا یې په ښه توګه درک کوي:
۱ ـــ محدودیت
خپله جوړ شوي میلیونران، سره له دې، چې هېڅ څیز محدودیت نه ګڼي، خو د دې کلمې مانا په ښه توګه درک کوي، هغوی دې درک ته رسېدلي دي، چې لوړه الوتنه (بلند پروازي) بالقوه وړتیاوې او موخې یې هېڅ محدودیت نه لري. هغه میلیونران، چې خپله شتمني یې په خپله لاسته راوړې ده، دې درک ته رسېدلي، چې د خپل محدودیت او کمزورتیا تصور، کولای شي د ماتې او شاته تګ سبب شي.
هغوی په ښه توګه درک کوي، چې بریا یې هېڅ خنډ یا محدودیت نه لري او که په کافي اندازه هڅه وکړي، کولای شي هر خنډ تر شا پرېږدي، د دې لپاره چې محدودیتونه تر شا پرېږدئ، باید د محدودیت رښتینې مانا او دا چې څنګه افراد په ځمکه باندې را غورځوي، په ښه توګه درک کړئ، خپله جوړ شوي میلیونران له دې کلمې څخه ژور درک لري.
۲ ـــ وېره
بریا او میلیونر کېدو ته د رسېدو لپاره، باید خپلې وېرې لرې کړئ. وېره بېلابېل ډولونه لري، چې هره یوه یې کولای شي تاسو خپلو موخو ته له رسېدو څخه را وګرځوي. میلیونران دې درک ته رسېدلي دي او په ښه توګه پوهېږي، وېره ستر خنډ دی، چې بریا ته د رسېدو لپاره باید پرې غلبه وکړئ. له ماتې، په ځمکه را غورځېدلو، نه اورېدلو، د دوستانو له لاسه ورکولو یا د نورو پام او نورو ….. څخه وېره. که د وېرې پر وړاندې په ګونډو شئ، هېڅکله نه شئ کولای، چې خپلو موخو او خوبونو ته ورسېږئ.
۳ ـــ پشتکار
پشتکار یوه ارزښتمنه اصطلاح ده، چې هر خپله جوړ شوی میلیونر یې په ژوره توګه درک کوي. که د سختیو تر شا پرېښودلو لپاره کلک هوډ ونه لرئ، هېڅکله نه شئ کولای، چې په یوه خپله جوړ شوي میلیونر باندې بدل شئ. د یوه خپلواک کاروبار رامنځته کول کوم آسانه کار نه دی، په دې لاره کې ماتې، تېروتنې او ډېرې زیاتې سختۍ شتون لري، چې د دې سبب ګرځي په غوره انسان باندې بدل شئ؛ په ځانګړې توګه هغه مهال، چې دې لارې ته خپل ځان پابند وګڼئ. خپله جوړ شوي میلیونران، دې درک ته رسېدلي دي او پوهېږي، چې په هڅې او پشتکار سره خپلو موخو ته رسېدلی شي.
۴ ـــ صبر
که د صبر رښتینې مانا درک نه کړئ، هېڅکله به خپلو مالي او مسلکي موخو ته ونه رسېږئ. که غواړئ چې بریالي شئ، باید صبر او زغم ولرئ؛ په بشپړه توګه په یو مخیز ډول نه شئ کولای، چې شتمن شئ او شتمن پاتې شئ. د غوره آیډیاوو ترسره کول هم وخت ته اړتیا لري، خو په ژوند کې د دې کار لپاره ډېر زیات فرصت لرئ او که مشخصه سټراتیژي ولرئ او له خپلو فرصتونو څخه ګټه واخلئ، کولای شئ چې بریالي شئ او له هر ډګر څخه سر لوړي را بهر شئ؛ یوازې باید صبر ولرئ.
۵ ـــ موخه
هېڅ اصطلاح د موخې په اندازه مهمه نه ده. بریالي او خپله جوړ شوي کار رامنځته کوونکي، د دې کلمې له ژورې مانا سره آشنایي لري، کار رامنځته کوونکي په ښه توګه پوهېږي، چې موږ له خپلو موخو سره ژوندي یو او د خپلو موخو لپاره مرو؛ په همدې خاطر دا کلمه دومره ارزښت لري. خپلې موخې ارزښتمنې وګڼئ، سترې هیلې وکړئ او هر کار چې په توان مو پوره وي، خپلو موخو او خوبونو ته د رسېدو لپاره یې ترسره کړئ. په ډاډ سره ویلی شم، چې د دې پنځه کلمو په رښتیني درک سره، تاسو هم کولای شئ، په یوه بریالي کار رامنځته کوونکي باندې بدل شئ.