ولایتي چلېنج کپ لوبې او د افغانستان کرکټ لپاره یې ارزښت

آبي رنګه تجريدي ډیزاین
لیکنه: سمیع الله درانی

افغان کرکټ بورډ د چهارشنبې پر ورځ د اګسټ په ۵ مه اعلان وکړ چې د اګسټ په ۱۳ مه نېټه به د خوست ولایت په دوو لوبغالو ملي او خصوصي مس عېنک باندې ولایتي چلېنج کپ لوبې ترسره کړي.
دا لوبې شاوخوا لس ورځې دوام کوي او اته لوبډلې پکې برخوالې دي او د اګسټ په ۲۲ مه نېټه به یې پایلوبه په کابل کې ترسره شي.
لوبډلو کې د ننګرهار، کابل، مېدان ورګ، خوست، کندهار، هلمند، فاریاب او بلخ لوبډلې شاملې دي.
په دغو لوبو کې له سلو زیات لوبغاړي ګډونوال دي.
FB_IMG_1580208298192.jpg

د لوبو ارزښت

د کرکټ په برخه کې کورنی کرکټ مهمه برخه ده او د کرکټ نړیواله شورا هم د هېوادونو په کرکټ بورډونو دا ټینګار کوي، چې د نړیوال حیثیت ساتلو لپاره باید په هېوادونو کې کورنی کرکټ پیاوړی او کله چې د یو هېواد کورني کرکټ ته ډېر کار کېږي، نو غوره لوبغاړي ترې لوبډلو ته وړاندې کېږي او کله چې د غوراوي کمېټه غوره کرکټ لوبغاړي د لوبډلو لپاره سېلېکټ یا انتخاب کړي؛ نو بیا یې په نړیوال کرکټ کې شهرت حتمي دی.
د هندوستان، اسټرالیا، نیوزیلېنډ، انګلستان، افریقا او ویسټ انډیز په لوبډلو کې چې کله هم لوبغاړي د وړتیا پر بنسټ نیول کېږي؛ نو په نړیوال کرکټ کې یې نتیجه ګورو چې څومره ښه ځلېدلي او د کرکټ نړیوالې شورا سره د کرکټ لوبغاړي حېثیت د غره په څېر لوړ دی.
بل ارزښت یې په دې کې دی، چې ورسره په ټول هېواد کې کرکټ غوړېږي، خلک له کرکټ سره مینه پېدا کوي، د کرکټ اکاډمیانې جوړېږي، ځوانان، ماشومان او نور مینوال له کاروباري وخت ور هاخوا په کرکټ کې خپل فارغ وخت په لګښت رسوي، چې له یوې خوا یې ورزشي تنده ماتېږي او له بل پلوه له روحي فشارونو، نشو او تماشو څخه هم په امان کې پاتې کېږي.
afghan-2nd-postion.jpg
له دې سره به زیاتره خلکو کې په کرکټ اکاډمیانو کې هم د روزګار زمینه برابره شي او هم به ورسره تفرېح هم برابره شي.
له دې لوبو سره لوبغاړي په نښه کېږي او غوره لوبغاړي نورو لوړو لوبډلو ته ورکول کېږي.
نوي لوبغاړي پکې خپل ځانونه او وړتیاوې ازمايي او چې کومې تېروتنې دلته وکړي، راتلونکي کې ورته متوجه کېږي او بیا یې په لوړ کرکټ کې له بیا واقع کېدو مخنیوی کوي.
بل ارزښت یې په دې کې دی، هغه لوبغاړي چې په لوړ او نړیوال کرکټ کې د لوبېدو چانس نه شي موندلی؛ نو په دې وجه چې د کرکټ مسلکي زده کړې، کړې خواري په اوبو لاهو نشي؛ نو داسې ولایتي او هېوادنۍ لوبې ورته د مایوسۍ د لرې کولو ښه پلمه بلل کېدای شي او تسکین یې پرې کېږي.
اوسمهال ډېری هغه کرکټ لوبغاړي چې مخکې په نړیوال کرکټ کې لوبېدل، بېرته وروسته پاتې کړل شوي، دوی وایي د کرکټ بورډ د ځېنو ناغېړیو له مخې نشي کولای چې لوړ یا نړیوال کرکټ وکړي.
چې په تېر کې یې ښې بېلګې، نجیب الله ترکی، شوکت زمان، حمزه هوتک، منیر کاکړ او نور لوبغاړي دي.
دوی مخکې ښه لوبېدل، ځینې یې په نړیوالو لوبوکې ښه ځلېدلي دي، خو اوس په ولایتي او هېوادنیو لوبو کې په واسطو اخېستل کېږي او کرکټ کوي.
له داسې لوبو سره د افغانستان کرکټ ښه وده کولای شي او وړ لوبغاړي لوبډلو ته ورکولای شي؛ خو که روڼوالی نه وي داسې لوبې بیا هیڅ معنا نه لري.